Skip to main content

Halaka Ghazal By Amjad Shahzad..

 Halaka Ghazal By Amjad Shahzad..



باران به اوري نۀ بۀ زۀ يم نۀ به جام هلکه

ښېرې مې ماخله پۀ سکڼي سکڼي ماښام هلکه


يه ګلورينه، ګلاليه، يه ګلفام هلکه

څۀ خو کوي خلق پۀ مينه کښې ناکام هلکه


بيا به دې چرته پۀ دې لويه پښتونخوا کښې ګورم

راته دې وښايه څۀ پته، څۀ مقام هلکه


دَ خدائے لۀ پاره چې دې ټنګ دَ رباب غلے نۀ کړے

درله به درکړم دَ اوربل ګلاب انعام هلکه


بيا چې راځې زمونږ محلت ته نو ناشنا به نۀ ئې

چا سره خامخا ساته دعا سلام هلکه


سېل چې کوې دَ پښتونخوا دَ غرونو دا خو به وي

اوس به دې ټوله شپه خوږېږي هر اندام هلکه


ستا دې قسم وي دَ دې ورانو بورجلونو پۀ سر

ګورې چې پرې نۀ ږدې دا کلے دغه بام هلکه


يو ځل به بيا راشي دَ مينې دَ سندرو موسم

يو بل به اوولُو پۀ واورو دَ کالام هلکه


جنت وطن دې شنه لوخړه کړو تمام هلکه

رانه دَ کومې خطا اخلې انتقام هلکه


دَ څۀ لۀ پاره تا پۀ چا پسې ټوپک راخستې؟

دا خو ستا خلک، ستا اولس دے، دا ستا قام هلکه


جنګ بربادي لري دَ چا ګټه تاوان نۀ لري

څۀ پوهه هم ئې دَ دې لوبې پۀ انجام هلکه؟


خلک غنم کري، لونګ کري، ګلونه کري

تا مائينونه دي کرلي پۀ هر ګام هلکه


نخښه ئې زۀ يمه، شيش ستا دے، ډز دَ بل پۀ خوښه

ما له به څۀ ازادي وګټې غلام هلکه


پۀ هر بازار کښې کۀ ئې اور وکرې، وينې توئې کړې

دَ ژوند لۀ شوره به خالې نۀ شي باګرام هلکه


په غاړه دروند ټوپک اوړې، وړه خبره نۀ وړې

وجود دې څومره دے کوَټلے عقل خام هلکه


داسې پۀ ورکو ورکو ﻻرو به ترکومه ګرځې؟

عقل مرشد کړه، عقل پير، عقل امام هلکه


دين مقدس دے، کتاب پاک اؤ جمات هم سپېځلے

خو لږ دَ مينې هم پکار دے احترام هلکه


سنګر دَ فکر پۀ يو حال درنه خالي چې نۀ شي

امجد ته ورسوه بس دومره پېغام هلکه


امجد شهزاد

Comments