ونسټن چرچل پهٔ خپل کتاب " جنګِ ملاکنډ" کې ليکي چې; " د ملاکنډ، باجوړ، سوات، بونير، اتمانزي او مهمند جنګونو د برطانوي هند بنیادونه ژړقولي وو. زما قابو ګمان دا وهٔ چې دې شينکي غرونو کې زما مرګ ليکل شوې دې. يو وخت داسې راغلې وهٔ چې برطانيې د ټول هندوستان نه خپل نظر راواړوه او ټوله توجو يې مالاکنډ او قبايلو ته کړه. ځکه مونږ پوهه شوي وو چې زمونږ ملګري او دښمنان څوک دي. قبايلو مونږ ته يو غټ سبق دا راکړو چې پر مونږ يې ملګري او دښمنان وپيژندل. يوه شپه قبايلو زمونږ په کيمپ بريد وکړو نو په سلګونو افسران او سرتيري یې راله ووژل. چې سحر شو نو ټول کيمپ په کارتوسو سورے شوی وو. مونږ ډېر په قهر وو چې دا بدل به حتماً اخلو او د برطانوي هند د حکم په انتظار وو. خو قبايلو د مذاکراتو شرايط اومنل. چې کله د هغوي يو څو مشران زمونږ کيمپ ته مذاکراتو ته راغلل نو يوه عجيبه مکالمه شروع شوه ؛ افسر = تاسو ولې د امن دښمنان يئ؟ مشر= مونږ خو امن کې وو. تاسو ناټیکاوه یې. تاسو ته مونږ بلنه درلېږلې وه، چې ملاکنډ ته راشئ؟ امن تاسو خراب کړو. افسر = تاسو په کي...