Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Learn Pashto

Pashto Quote. Saddam Hussain Quote translated

 Iraqi Leader Saddam Hussain Quote translated into Pashto. صدام حسېن بل هیواد ته جاسوسي کول داسې ده لکه څوک چې مور د بل چا بسترې ته وړي English Translation of Saddam Hussain Quote "Spying For Other Country Against Own Country Is Like Taking Own Mother To Other's bed For Having Sex". Saddam Hussain. Pashto Times Pashto Quotes.

Learn Pashto. Uses Of Vowel "Ye" ي، ی، ے

 Pashto Alphabets Ye, Ya, Yee, Yhe, Yai, Yaye.  Learn Pashto Script پښتو ژبه کښې د ي ګانو ستونزه د پښتونخوا د پښتنو دپاره پښتو کښې هم د اردو پشان د تلفظ پۀ لحاظ درې ي ګانې دي. لکه ي، ے، ئ 1 ي  دا اردو کښې بغیر ټکو(ی) لیکلے شي. لکه آدمی د پېښور  پوهان هم دې دپاره ټکي ضروري نه ګڼي. پښتو کښې دا "ي" اکثر د جمع الفاطو پۀ اخره کښي راځي. لکه: سړي یا سړی. Men لرګي یا لرګی. wood پۀ مینځ کښې هم راتلے شي لکه خیرن: ګنده dirty 2 ے: دا "ے" هم د اردو د "ے" پشان اواز لري. لکه اردو بړے (لوئ). پښتو کښې دا "ے" د مفرد نارینه نومونو پۀ اخر سر کښې راځي لرګے، Wood سړے، Man زمرے، Lion 3 ئ. همزه والا  “ئ“ هغه چرته استعمالیږي، چرته چې د ي نه زور، مطلب د زبر اواز مخکښې راشي لکه اردو کښې یو لفظ دے مکئ (جوار). خو پښتو کښې داسې الفاظ ډېر زیات دي. ددې الفظو دوه قسمه دي. یو مونث نومونه دي. لکه، جینئ، بلئ، لکئ، ابئ، کوچئ او نور پۀ زرګونو نومونه. دویم. چرته چې مونږ چا ته پۀ ادب سره دعوت ورکوو. لکه تاسو ډوډئ له راشئ، لاسونه اووینزئ. او داسې نور  زمونږ د ښاري خلکو پۀ تلفظ کښې یوه م

Pashto Alphabets, details, Uses, Script and Phonetics

Pashto Alphabets In Details. Complete Pashto Alphabets. Pashto Alphas, Pashto Alphabets In Detail. پښتو موجوده حروف تھجي Use Of Pashto Alphabets Below. Pashto Alphabets In Details. Complete Pashto Alphabets. Learn Pashto  Pashto Alphas, Pashto Alphabets In Detail. پښتو موجوده حروف تھجي د پښتو حروف تهجي د تعداد په لحاظ سره څلور څلوېښت دي چې په ترتيب سره څۀ په دا ډول دي۔ ا  ب  پ  ت ټ  ث  ج  ځ چ څ   ح  خ  د  ډ  ذ  ر  ړ  ز  ژ  ږ  س  ش  ښ  ص  ض  ط  ظ  ع  غ  ف   ق   ک  ګ  ل   م  ن   ڼ   و  ه  ي   ې  ۍ   ئ  ے  ۔ Sounds, Phonetics and Pronunciations Of Pashto Alphabets in chart given below. په دغه څلور څلوېښت حروف تهجي کښې څلور حروف (پ چ ژ ګ) د فارسۍ ژبې دي۔  درې حروف (ټ ډ ړ) د هندي ژبې حروف دي۔ اؤ په دغه حروف تهجي کښې د پښتو خپل مخصوص اوازونه يعني( ځ څ ږ ښ ڼ) اؤ د "ی" مخصوص شکلونه هم شامل دي۔ اؤ د دې نه علاوه باقي حروف د عربي ژبې دي۔ (نوري) How Many Alphabets in Pashto Language Script? Answer. There are total 44 Alphas or Alphabets used in Pashto Language. How Many Alphas Are Persia

Linguistics Explained In Pashto

 لسانیات Linguistics لسانیات دَ ژبې دَ سائنسی مطالعې نوم دے  دَ دنیا ټولې ژبې دَ انسانی نطقی اعضاؤ (Speech Orgens)  نه دَ ادا شوو ترتیب شوو غږونو  ( sytematic sounds)  نه جوړی دی اؤ جوړېږی  دَ دغه ترتیب شوو غږونو پهـ ذریعه مونږ خپل  جذبات احساسات اؤ کېفیات  نورو ته وړاندې کوو اؤ دَ خپل مافی الضمیر اظهار پرې کوو څنګه چې مونږ دَ غږ اعنی دَ ( sound)خبره وهـ کړه نو پهـ ژبه کښې دَ ټولو  اهمه خبره دَ غږونو ده اعنی غږونه هغه وخت هم موجود وو کوم وخت چې دَ تحریر څهـ شکل نهـ وهـ  دَ ژبې دَ مطالعې څلور  اړخونه دی پهـ هغې کښې وړومبے اړخ (Phonetics)  دے چې دَ  phone  مطلب دے غږ اؤ  tics  مطلب سائنسی مطالعه  مطلب ئې شو دَ غږ سائنسی مطالعه پهـ فونیټېکس کښې دَ غږونو عامه مطالعه کولے شی اعنی پهـ دې کښې دَ دغه اعضاؤ مطالعه هم کولے شی چې دَ کومو پهـ مدد سره چې غږونه جوړېږی دَ فونیټېکس بیا ځانله درې اړخونه دی چې یؤ ته ارټیکولېټری فونیټېکس (Articulatory phonetics) وایې بل ته اډېټری فونیټېکس ( Auditory phonetics)  وایې  اؤ بل اکوسټک فونیټېکس  (Acoustic phonetics )  دے پهـ ارټیکولېټری فونیټېکس کښې دَ دغه اعض

Kha Hagha Che Ye Rang, Kha ye Jamal day. Khattak Baba

 Ghazal. Kha Hagha Che Ye Rang, Kha ye Jamal day.  Poet. Khushal Khan Khattak Baba  ښه هغه چې ښه ئې رنګ ښه ئې جمال دے ښه هغه چې په قوت د هر چا سيال دے ښه هغه چې په ميراث خاني ميری کا فراغت بې غمه ناست صاحب اقبال دے ښه هغه چې که احمق وي که جاهل وي په طالع په تخت صاحب د ملک و مال دے ښه هغه چې په رشوت قاضی ګري کا په مسند د قضا ناست په قيل و قال دے ښه هغه چې ډېر لشکر ورپسې درومي ډير يې کبر ډير يې جاه ډير يې جلال دے ښه هغه چې په مجلس د ملوک ناست وي تمامی عمر يې زيست روزګار ټيټال دے په عالم کښې بدی نشته واړه ښه دے چې و بدو وته روغ دے يو خوشحالؔ دے ___________________ خوشحال خان خټک ارمغانِ خوشحال _ ۶۲۵ Selection From Armaghan e Khushal Different Pashto Difficult Words With Meanings طالع(عربی) _ بخت، ستاره، قسمت، نصيب قضا(عربی) _ حکم، فرمان مسند(عربی) _ اصلي کښې دوې معنی کوي.  ۱_ د بل چا سند نه بيان شوې بيان ۲_ چې تکيه په وهې، ټيک په لګوې قيل و قال _ ګفتګو، خبرې اترې، بحث و مباحثه ملوک _ د ملک جمع ملوک ډير باچاخان، سلاطین، حسین، جمیل زيست(فارسي) _ وخت تېرئ ټيټال(کره پښتو) _ چاپلوسي کول Pashto

Pashto Script And Pashto Orthography Explained In Pashto

 Pashto Script And Pashto Orthography Explained In Pashto رسم الخط يا ليک دود اؤ املا۔ رسم الخط ته په انګرېزۍ کښې  (Script) وئيلے شي او پښتو کښې ورته د ليک دود لفظ ورته استعماليږي د مختلفو لغتونو په رڼا کښې مونږ د رسم الخط يا ليک دود تعريف داسې کولے شو چې رسم الخط يا ليک دود د مختلفو اوازونو د تحريري علامتونو يعني د حروف تهجي يو نظام دے۔  د رسم الخط خوبي دا ده چې په دې کښې يو اواز د پاره يو حروف مقرر وي او بيا د حرفونو د پوره جوړولو طریقه ئې هم ډېره ساده وي او په املا کښې په اسانه ليکلے شي۔ املا۔املا ته په انګرېزۍ کښې  (Orthography)  وئيلے شي۔هر کلا چې د يوې ژبې د پاره حروف وټاکلے شي او بيا دا ومنلے شي چې دغه حروف به په داسې شکل اؤ داسې طريقه ليکلے کېږي نو  دا د هغې ژبې رسم الخط يا ليک دود بللے شي۔اؤ هر کله چې ليکونکے د ژبې لفظونه د متعلقه ژبې د خپلو حروفو سره سم د ليکلو پوره پوره پاپندي کوي نو دې ته املا وئيلے شي  لنډه دا چې رسم الخط يا ليک دود د ليکلو طريقې,طرز يا انداز ته وائي اؤ املا د ليک دود مطابق صحیح ليکلو ته وئيلے شي۔ (نوري) Pashto Times. Learn Pashto Writings. Latest Pashto B

International Day Of Black Magic. Pashto Info

 International Days. International Day of Black Magic is Observed on 10 January Every Year. Interestingly Black Magic Is Official and State religion of Benin. د تور جادو نړیواله ورځ هر کال د حنوري د میاشتي په لسمه نیټه د تور جادو نړیواله ورځ نمانځل کیږي یاده دي وي چي تور جادو د بینن هیواد سرکاری رسمي مذهب دے Pashto Times, Pashto Learning By Reading Pashto Online. ہر سال دس جنوری کو کالے جادو کا عالمی دن منایا جاتا ہے بینن دنیا کا واحد ملک ہے جس کا سرکاری مزہب کالا جادو ہے

Pashto Tapa With English Translation

 Pashto Tapa. خوب کې راځه خوب کې به درشم یاره په ویښه ناممکن دي دیدنونه Pashto To English Translation of Tapa. " Dear, We Will meet in each other Dreams as it is really hard to see otherwise".  Deedan ( دیدن) Meeting With someone Near And Dear, Seeing or Meeting with Beloved. Pashto Times Tags. Dedan, Tapa, Janan, Dear One, Love Pashto Poetry, English Translation, Pashto to English Translation. Learn Pashto Reading.

Kant And Sophie World. Tauqeer Abashar

  Kant made an important distinction between "the thing in itself" and "the thing for me". We can never have certain knowledge of things "in themselves". We can only know how things "appear" to us.  -Sophie's world. کانټ د شے فی الذات او د شے برائے ذات ترمينځه يو مهم فرق/توپير راوستى دى. مونږ هيڅکله د هغو شيانو(لکه څنګه چې هغه دي) په اړه ريښتينې پوهه نه شو ترلاسه کولى. مونږ يواځې په دې پوهېدلى شو چې شيان "مونږ" ته څنګه په نظر راځي. وجود بذاتِ خود/شے فی الذات وجود برائے خود/ شے برائے ذات Pashto Times Latest Blogs. Sophie World and Kant. English to Pashto Translation by Tauqeer Abshar. Learn Pashto. Learn Kant In Pashto. Kant Philosophy In Pashto. Pashto To English Translation of  a paragraph.

Shout, Crying or Shouting In Pashto. Words For Shouts. Learn Pashto

 Different Names and Words used for " Shout" " Shouting" Or Crying.  Cheegha, Chagha, Bughari, Kokaray Explained In Pashto.  چیغې، کوکارې، بغاري ټول د انسان غږ پورته کولو ته وایي خو د پښتو په ټولو لهجو کې یې استعمال توپیر سره لري. د کرلاڼو په زیاترو لهجو کې چیغه ورته وایي په نیمه شپه لیونۍ چیغې وکړې  لکه ویشتلې هوسۍ چیغې وکړې  ( کاروان)  چیغه په پښتو کې د قهرجن قومي لښکر لپاره هم استعمالیږي.  د سر زورۍ انجام دې ولید  د چیغې سر سر ته به تلې کونډه دې کړمه  وزیر او مسید بیا چیغو ته سورې وایي لرغونی مروج شکل یې بیا کوکارې دی لکه د شیخ اسعد په قصیده کې چې راغلی  د فلک له چارو څه وکړم کوکار  زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار خو د غلجیو په زیاترو لهجو، کندهار او ځینو نورو ځایو کې بغارې کلمه استعمالیږي بله چاره نه وه اخر مې په ځان چارې وکړې  په ډک محفل کې مې په یار پسې بغارې وکړې  ( ممتاز) بغارې له بوغې راوتلې کلمه ده او بوغه د حیواناتو اواز ته ویل کیږي هغه هم د کورنیو اهلي حیواناتو اواز ته، دا کلمه بیا په ځینو لهجو کې د انسان د غږ لپاره هم مروجه شوې ده.  شریف الله دوست په خپله

Pashto Learning All In One App on Google Play

 Pashto App for Pashto Messages, Quotes, Poetry, Islamic Quotes, Love Messages In Pashto, Sad Pashto Messages, and a lot more. پښتو پيغامونه يو ډير جالب او غوره پښتو اپليکيشن، چي بيشميره نوي جالب پښتو پيغامونه لري‌ په پښتو پيغامونه اپليکيشن کې لاندي کټګوري پښتو پيغامونه وجود لري، چي تاسو کولاي شي ولولي، او د ملکرو سره يي شريک کړي. - د ميني پيغامونه ❤️ - اسلامي پيغامونه 🕋 - غمګين پيغامونه 😢 - شوخي پيغامونه😂 - شعرونه 📚 - ټوکې ټکالي 🤪 - درني خبري  او بيشميره نو پيغامونه همدا اوس يي ډانلوډ کړي U Can Download Pashto Peghamona. Pashto Apps, Pashto Times. Pashto App for Pashto Messages, Quotes, Poetry, Islamic Quotes, Love Messages In Pashto and a lot more.

Top Ten Best Habits For Study. Pashto Blog

Top Ten Best Times to study and learn Books.  Pashto Blog about Study Times and Habits ۱ د مطالعې لپاره مناسب وختونه  د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي – د سهار له شپږو تر ماښام ۷ بجو پورې دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي  د شپې له پلوه مغزه ۲۰ سلنه کار کوي ۲ په درس کې په لومړۍ څوکۍ کې کيښنئ، تر څو درباندې د استاد ډير پام وي او درس هم له نيږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکي چې په اوله څوکۍ یا صف کې کيښني تر ډيره پرې د استادانو نيک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي. ۳-  له ۳۰ تر ۵۰ دقيقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې يې ۱۰ دقيقو دمې سره که داسې مو وکړل ، نو درس به مو په مغزو کې ښه کيښني ۴  که چېرته غواړې چې يو لغت يا هير څه شي راياد کړې ، نو د لاس پنجه مو موټي (سره راټول) کلک کړئ. په دې سره مغز لا ډير فعاله کيږي او دا فعاليدل حافظه تقويه کوي چې په پايله کې به هر څه ښه او ژر راياد کړئ. ۵  په يو وخت کې په يوه کار تمرکز وکړئ. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلويزون ليدل، موسقي اوريدل او خبرې کول پريږدئ. همدارنګه ذهن مو هم يوازې پر لوست متمرکز کړۍ او نور سوچو

Tapos Ka Jawab. Lyrics Of Ghani Khan Nazam. Tapos

 Waya Waya Mula Jana. Ghani Khan Baba Poetry Lyrics. نظم      :  تپوس کۀ جواب 🎭🔥 شاعر     :  غني خان بابا غږ        :  همايون خان  Singer. Hamayoun Khan وایا وایا ملا جانه ژوند تپوس دي که جواب ژوند وصال دي که جنون دي که ارام که اضطراب ژوند امام دي که ګلفام که ممبر وي که محراب که یو مست غوندي جهان کښ رنګین خوب دي دا سراب که لمحه دا نور ګټل دی دا دي تور تاریک جهانه ژوند تپوس دي که جواب دي  وایا وایا ملا جانه ژوند فرغون دي او غرور دي  که جنون دي او سرور دي دا نمرود دا زرو تخت دي  که رنګین مرګ دا منصور دي دا حسین مسکي مسکي دي که یذید مست په غرور دي دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه  ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو مست دا میو جام دي که یو مات دا غم کچکول لیوني مخ دا خیام دي که اوښيار مخ دا بهلول یو رنګین باغ دا ګلونو که دا اور دا ازغو شپول که یو تیښته یو فرار دي تښتیدل دی له خپل ځانه ژوند تپوس وي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو خیشت دي چه خوریږی که جمال چه خاوري کیږی دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي که یو اور دي چه بلیږی دا دي تلو مقام دمه شته که دا سا نه سا تښت

Badshahi Da Jehan Sa Kre. Ghani Khan Badshahi Lyrics

 Lyrics Of Ghani Baba Songs. Complete Nazam Badshahi da Jehan Sa Kray. Poem : Badshahi Da Jahan Sa Kree  Poet : Ghani Khan Baba  Vocalist : Abdullah ❤ ‏بادشاہی د جهان څه کړې ځان له ولي زياتوې غم د انصاف تلل مشکل دي څه به زيات کړې څه به کم 🥀 شاعري    :    غني خان باچا  بادشاهي د جهان څه کړې ځان له ولې زیاتوې غم د انصاف تلل مشکل دي څه به زیات کړې څه به کم داسې تخت به څه کړې چې پرې شپه او ورځې ژاړې خپل غمونه دې لا لږ دي د جهان غمونه غواړې د ټټوانو په ګله کې غټ ټټو مخکې روان وي لوى باچا د ځناورو د هماو لوى حیوان وي دا دنیا د سپي لکۍ ده نه نېغېږي نۀ سمېږي په وجود توره پیشو ده چې يې وینځې لا تورېږي بادشاهي هله جوړېږي چې نیم لګي شي نیم مړه کړي چې یو کس د بل په غوښو د خپل کور کوتري ماړه کړي د دې ژونده څۀ مطلب شو چې یا مرې یا به بل وژنې دا مېوه ګلاب د څۀ شو باغ ساتې او بلبل وژنې ربه ما له که دې راکړه بادشاهي د کل جهان زه به يې وغورځوم له کوره لکه سوټې په ډېران دا یو دوه ګړۍ ژوندون زه په جګړو نه شم تېرولى د دې ظلم په کټوۍ دې ربه بل کېږده برغولى ما له راکړه څو ګلونه یو نیازبین شانتې جانان یو وړو

Wali? Walay? Nazam By Ghani Khan Baba

 Lyrics of Wali ( Why) Pashto Nazam Poetry Poem. Abdul Ghani Khan Baba. Singer Sardar Ali Takkar. خـــدایا عقل چی وو زړه دی ولي راکــــړو. 🧡 په یو ملـــک کښي دوه خودسره بادشـــاهان  بادشاهی او فقیری دي ولي یو کړه 💙 ده ژوندون په هره ساه کښي مرګ پنهان  ولي غم لکه آسمان په جهان خور دے .. خدایا ولي خوشحالی دي کړه نایابه .. ولي جوړ دي کړو ننګی ده ګُل ده پاڼو ..  خدایا ولي نشه بیاﺉ له شرابه  ولي ښاٸست او رنګ دي دواړه خور او رور کړو .. ولي ولي دي جهان کړو ډک په رنګ .. ولي کوڼ دي زه پیدا په جهان نه کړم .. خدایا ولي دی آواز پوست کړو ده چنګ .. ولي ماته دي عطا کړو فکر و خیال .. ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه .. خدایا ولي دي ځوانی هر چا له ورکړه .. خدایا ولي دي پیدا کړل اُمیدونه.. ولي جوړ دي ده یار سترګو کښي جنت کړو.. ولي تریخ دي کړو بیلتون او خوږ وِصال .. خدایا ولي دي سپوږمۍ له رڼا ورکړه .. چی زنګۍ مي ده مستۍ په مهین ټال .. ولي جوړ دي کړو ازغی ده ګُل په خوا کښي .. ولي زړه مي پاک خو جسم مي ناولے .. ولي ماله دي ده ”ولی“ طاقت راکړو .. خدایا ولي ، خدایا ولي ، خدایا ولي .. غني خان بابا Pashto Times, Gha

Hamid Baba Pukhto Ghazal

 Abdul Hamid Momand Baba Pukhto Kalam. Explained For Learners of Pashto Reading and Classic Poetry. ◇عبدالحميد مومند ◇کليات غزل:  چې ناظر د ساده رويو پۀ رخسار شم پۀ دا شمع, پروانه غوندې, نثار شم کۀ هر څو پۀ صبر زړۀ ټولوم, نۀ شي بې اختياره لکه موم ويلې پۀ نار شم غنچه خلۀ چې په خبرو راته وا کا د نرګس پۀ څير کوز ګورم, شرمسار شم چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا باندې زۀ لکه سپند سوو ته تيار شم ځان جهان مې هسې هير, لکه هير خوب شي د خندا پۀ صبحدم چې رابيدار شم د ګلرخو پابوسي پريښودے نۀ شم کۀ راکيښ لکه نسيم پۀ خنډوخار شم لا مې ځائے نۀ شي د ترکو پۀ چوله کې کۀ د عشق ټيکه وهلې, زناردار شم وۀ مې باسئ د سکون له دينداريۍ چې بندي د تورو زلفو پۀ کفار شم نۀ به 'تو' راباندې پيښه نۀ به 'چخ' کا کۀ هر سو يې زۀ حميد سپے د دربار شم چې نا اهلو ته د اهل وينا وايم زۀ 'حميد' به د منصور پۀ دود پۀ دار شم  -توري/ معنی ● نار:  اور ● وا کول:  پرانستل, بيرته کول ● سپند: توره دانه, اسپند, د يو بوټي دانې چې د نظر ● ماتولو دپاره پۀ اور اچولے شي ● پابوسي:  پښې ښکلونه، تعظيم کونه ● چوله:  د هندوانو دَ

Ta Da Noor Samandarona by Ghani Baba. Lyrics

 Ta Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yow Zara by Ghani Khan Baba. Sufi Lyrics By Ghani Khan Baba Singer. Fizza Fayyaz ته د نور سمندرونه، زه د خاوري یو زره ته    د    نور   سمندرونه زه    د    خاوری    یو    ذره دا    زما    او    ستا به څنګه شي    دوستي    او   یارانه توره شپه کې تش صحرا   کی زه    جانان      جانان   کومه نه    دلبر   نه   یې  خبر شته نه     قدم      نه    نشانه ډېر    پیران    مې     ټنګولې مذهبونه    لټولې چېرته    ټکې   رڼا   نشته بس   قيصو    پسې   قيصه   ده موټې خاورې  نه   جوړ   شوی موټې   خاورې   به   جوړېږم زه   دې   ولې   جوړولم؟ څه   حاجت   وو   د  دې ساه؟ یا  مې  سم   د  زړګي   یار کړه زه   به   ځان   درنه   قربان   کړم یا دې  ټکې   تش   ژوندون   له دې   بل   خر   ولټوه.... شاعر: غني خان❤️ غږ : فضا  فياض💓 Pashto Times, Pashto Lyrics Blogs. Ghani Khan Nazam by Fizza Fayyaz.  Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yow Zara by Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading by Reading Pashto Songs lyrics and Writings. Sufi Lyrics By Ghani Khan Baba Singer. Fizza Fayyaz

What Is Black Friday? Pashto Blog

 What is Black Friday? Pashto Info Blog  دتورې جمعې  (Black Friday )  یا دسودا رانیولو ورځ ----------------------------------------------------- توره جمعه یا (Black Friday ) په امریکې کې دشکرانې داداکولو دورځې په نامه سره هم یادیږي ..دا معمولاهرکال دنوامبر دمیاشتې وروستۍ جمعه وي چې همداننۍ ورځ ده او  دکریسمس یا دعیسویانو اختر ته دسودا رانیولو دپیل کیدلو دود ګڼل کیږي . په اصل کې په دغه ورځ رخصتي یا چّهو ټی نه وي ،خوډیر شرکتونه او کمپنۍ خپلو کارکوونکوته دااجازه ورکوي چې په دغې ورځې دکرسمس داختر لپاره شیان رانیسي .دایوه ډیره دګڼې ګوڼې نه ډکه ورځ ده او پکې ډیر ټیل ماټیل هم وي . که څه هم شمالي امریکا ددغه دود اصلي ځای ګڼل کیږي ،خونن ورځ دغه دود ځینو نورو هیوادونو او له هغې نه کاناډااو آسترالیا ته هم غزیدلی دی ا و دومره اهمیت یې پیدا کړی دي چې پلورنځي لا سهار وختي په څلورو بجو پرانیستل کیږي او دماښام تر ناوخته پورې برانیستلې وي اومعمولا په دغه ورځ شیان ارزانه وي او بیې یې  ډیرې مناسبې وي  Pashto Times Info Blogs. Black Friday Explained in Pashto. Pukhto lekona, malomat, Tarikh. What is Black

Beautiful Iran and Its Culture. Pashto Blog

 Beautiful Iran and Its Culture. Pashto Blog by Aimal Khan Gadoon. ښکلی ايران د ايران د ګيلان ،ماژندران وغيره ښکلې عکسونه ايران يو لوی وطن دې چې شنه مېدانونه لري ښکلې غرونه لري چړونه لري ميوې ئې بې مثاله  او داسې دشتې هم لري Mobile Wall Papers From Iran ايرانيان د کلتور او فرهنګ خلک دي ددوي خپلمنځي مينه ددوي د خوږې ژبې او تهذيب وجه ده ايرانې که فارسيوان وي آذري،عرب،بلوچ يا ماژندراني وي يا آرمينيائي وي خو پخپل وطن او تهذيب وياړي. پښتانه ناديده خلک  د څه نه خبر نه وي پخپلو سپمو نومونه ايږدي خداۍ مو پوهه کړه دنيا ډېره ښکلې ده  هم اخلاقو هم په وطن هم په صورت ايران دې تل اباد او شيرازه وي Iran Wallpapers Pashto Times Beautiful Iran and Its Culture. Pashto Blog by Aimal Khan Gadoon. Iran and its Culture. Pashto article about Iran. Read to learn Pashto. Tarikh

Bacha Khan, history Pashtun

Bacha Khan, history Pashtun. Who Was Bacha Khan Baba?  کله چې په ۱۹۶۵ م کال کې فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا زموږ کلي ته تشریف راوړی و، په دې مناسبت زما د پلار عبدالله بختانی خدمتګار يوه خاطره د (ښه ورځ) تر سرلیک لاندې ګرانو دوستانو ته وړاندې کوم: (ښه ورځ) زه چه خدای پیدا کړی یم، ما د خوندونو او مزو، د سیلونو او سات تېریو، د جدو جهد، د عزت او افتخار ډېرې ښې ورځې لیدلي دي. خو د خپل ژوند په تېرو ۳۸ کلونو کښې مې لکه د نن په شان ښه ورځ نه ده لیدلې، په همدې سبب زما سږنی پسرلی د تېرو نه ډېر خوندور دی. او د هغه خاطره هم لیکم: نن، د هفتې (شنبې) ورځ د ۱۳۴۴ هـ ش کال د حمل د میاشتې (۲۸) مه،د ۱۹۶۵م کال د اپرېل (۱۷) مه نېټه ده. زه، زما زوی نصرالله او نور خپلوان، زما په حجره کښې ناست یو او د یو درانه مېلمه انتظار کوو. ښاغلی سید محمد طاهر بینا، حاجي راهدار او محمد ایوب راورسېدل. لږ څه تشویش دی چه مېلمه به راشي که نه؟ ځکه چه بېدرکه باران ورېدهء. ښاغلی عبدالوکیل صداقت چه د شپې ماسره ؤ  جلال کوټ ته تللی چه مېلمه راولي. ما سهار هغه ته ویلي وو چه باران دی څنګه به شي؟ - هغه ویلي ؤ چه زه ورپسې ځم که راغی