Pashto Script And Pashto Orthography Explained In Pashto
رسم الخط يا ليک دود اؤ املا۔
رسم الخط ته په انګرېزۍ کښې
(Script)
وئيلے شي او پښتو کښې ورته د ليک دود لفظ ورته استعماليږي د مختلفو لغتونو په رڼا کښې مونږ د رسم الخط يا ليک دود تعريف داسې کولے شو چې رسم الخط يا ليک دود د مختلفو اوازونو د تحريري علامتونو يعني د حروف تهجي يو نظام دے۔
د رسم الخط خوبي دا ده چې په دې کښې يو اواز د پاره يو حروف مقرر وي او بيا د حرفونو د پوره جوړولو طریقه ئې هم ډېره ساده وي او په املا کښې په اسانه ليکلے شي۔
املا۔املا ته په انګرېزۍ کښې
(Orthography)
وئيلے شي۔هر کلا چې د يوې ژبې د پاره حروف وټاکلے شي او بيا دا ومنلے شي چې دغه حروف به په داسې شکل اؤ داسې طريقه ليکلے کېږي نو دا د هغې ژبې رسم الخط يا ليک دود بللے شي۔اؤ هر کله چې ليکونکے د ژبې لفظونه د متعلقه ژبې د خپلو حروفو سره سم د ليکلو پوره پوره پاپندي کوي نو دې ته املا وئيلے شي
لنډه دا چې رسم الخط يا ليک دود د ليکلو طريقې,طرز يا انداز ته وائي اؤ املا د ليک دود مطابق صحیح ليکلو ته وئيلے شي۔
(نوري)
Pashto Times. Learn Pashto Writings. Latest Pashto Blog to Learn Pashto Reading.
Pashto Script And Pashto Orthography Explained In Pashto
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.