How Rulers, Businessmen And Mullas Exploit Pashtuns In Hard Times?
Waqas Esapzai, Pashto Explainer.
د پښتون په تباهۍ کې د درېو طبقو یعنې د واکدارانو، کاروباريانو او ملایانو ډېر غټ لاس دی.
که په پښتون ولس کوم افت راشي' که هغۀ د وبا په شکل کې وي او یا د قدرتي افاتو په شکل کې وي' نو واکداران د پښتنو په سر د نړۍ نه مرستې اخلي؛ په دهغه مرستو کې ۷۰ سلنه خپله خوري او پاتې ۳۰ سلنه په ولس وېشي؛ خو په دې ۳۰ سلنه کې هم بیا خپل منظور نظر دریاب کړې او ناخوښې کریاب کړې!
کاروباریان د څیزونو نرخونه یو په دوه اوچت کړې' چې پښتانه خو هسې هم په افتونه نۀ ختمېږي' نو په ولږي به څۀ ختم شي' راشه دهغه وخت دی' خپلې میتازي پرې د پېټرولو په نرخ خرڅې کړه، څۀ به یاد ساتي!
ملایان چې ټول کالوسر لګیا وي او په مسئلو یې څوک غوږ نۀ ږروي' نو چې افت ووینې' نو شونډې یې موسکۍ شي او د خدای د عذاب په راګونو ګوتې کش کړې؛ یو د ولس خپله ذهني پرېشاني او کنفیوژن وي او بلخوا دوې دي' چې وایې; ددهغۀ ټټو نه به کوز نۀ شم' تر څو تا ځانته په ذهني توګه مات نکړم!
کوم کس چې واکدار په سیاسي او کاروباري په مالي توګه مات کړی وي' نو ملا ته یې په ذهني توګه ماتول کوم ګران کار نه وي او کله یې چې ملا په ذهني توګه مات کړې' نو بیا پرې ملا خپلې کانې کوې؛ دهغه کانې بیا تاسو ښې مالومې دي' چې کومې دي؟
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.