Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang.
شونډو له خوند
او سترګو له رنګ
پوزې له بوی
د نرګس د لونګ
زړه له امېد او
مستي او ارمان
غوږ له سرود او
شڼار او شرنګ
ما له سرور او
ژوندون او نور
دا څو اوازه
د ژوند د رنګ
ټق ټق د اور
ټپ ټپ د باران
اخ اخ د وصال
اٌف اٌف د ارمان
وۍ وۍ د جنون
وخ وخ د صنم
نا نا او او
هر وخت د صنم
قټ قټ د خندا
پړق پړق د مستۍ
شړنګ شړنګ د پايزيب
چڼ چڼ د لښتۍ
شړ شړ د اوبو
شغ شغ د نسيم
بس بس د دلبر
بړ بړ د غليم
دم دم د دوپړۍ
ټنګ ټنګ د رباب
غړ غړ د پيالۍ
سخ سخ د کباب
چپ چپ د کوکۍ
بس بس د دلبر
چړ چق د تارو
ګوګو د کمتر
Ghani Khan Nazam, Shondo La Khwand, Stargo La Rang. Pashto Times
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.