Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest
By Dr. Aman Shams
د زړه حمله
د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن رسوي، يودم بند شي. کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ور رسوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل وخت رګ خلاص نشي مړه کيږي
د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د رګ په منځ کې غوړينه طبقه منځ ته راوړي. دغه طبقه يا طبقې په ډيره اسانۍ سره ماتېدی شي. د رګ د دغې طبقې له ماتېدلو وروسته په مات ځای د ويني غوټه يا لخته جوړيږي چې هغه د رګ د يودم بندېدو او د زړه د حملې باعث ګرزي
Pashto Times Health Blog About Cardiac Arrest, Sudden Cardiac Arrest or Heart Attack Explained In Pashto.
Pashto Health Article About Heart Attach.
Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.