Pir Rokhan, Akhund Darweza, King Akbar And Kalu Khan Yousafzai Abdul Wahid Espazai جهان عالم صيب د ملک کالو خان سيمينار په حقله ليکي چي زه په دغه سيمينار کښې موجود ووم ـ دا سيمينار په قامي اتل ملک کالو خان يوسفزٸ او سيد جمالدين افغاني باندي شوے وو ـ په دغه سيمينار کښې ډاکټر پروفيسر سمندر يوسفزٸ صيب په خپله مقاله کښې د اخون درويزه په حقله وينا اوکړه چي اخون درويزه او پير بابا د مغلو ايجنټان وو او فتوى ٸ ورکړي وه چي د حاکم وخت په ضد وسله واله مبارزه کفر دے او که څوک پکښې وجنګيدو او مړ شو نو دا د خنزير په مرګ مړ شو او جنازه به ٸ نه کيږي ملک کالو خان بابا په دمغار سوات کښې يوسفزي پښتانه راغونډ کړل او په خپلو خبرو کښې ٸ اووٸيل چي اخون د د مغل اکبر په ضد د جنګ نه کولو فتوى ورکړي ده خو اے اخونه واوره مونږه په چا حمله اور شوي نه يو مغل اکبر يلغر زمونږه په خاوره مونږه نه پريږدي ـ ته غلام ابن غلام ابن غلام ٸ تا د ازادٸ ميوه نه ده څکلي ـ ما د اکبر مغل مسلماني د نزدے نه ليدلي ده (دين اکبري) زه او زما قام به د يلغر نه خپله خاوره ازادوٶ او که زه غلام مړ شوم نو زما لاش به د مورے په غر وسيزٸ او اير
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.