Pashto Story Peer aw Mureed. Love story of A Boy With Girl. Pashto Story. By Sadiq Andar
وایي د پښتنو د غټي قبیلې ځوان د یؤه پیر نه لور وغوښته. پیر ډېر چلاکه و ورته یې ویل چي سمه ده. تا ته به زه لور درکړم خو یؤ شرط لرم. په پیرانو کي چي هر څوک دوستي وکړي نو کرامات یې ور داخل شي. نو پر پیرانو جزبه راځي اؤ په جزبه کي باید ته په ځان واک/کنټرول ولرې. ځوان ویل چي زه په ځان پوره باور اؤ واک لرم.
پیر په پټه ویسکي/سکاچ شراب راوړل اؤ ورته یې و ویل چي ته به د ټولو په مخ کي دا اوبه وڅیښې اؤ که مړ نه شوې یا دي هم په جزبه کي ولس ته تاوان و نه رسواوه . زه به تا په مریدي ومنم.
ځوان ویل سمه ده. اؤ کونجۍ یې پر سر پورته کړه. ځوان ډېر غټ اؤ ډبنګ و نو ډېر نشه نه شو. بېل ځوان د یؤ ملنګ نه څو ځلي شراب څښلي وه. ځوان په جزبه کي راغی اؤ د پیر په چال پوه شو.
ځوان و ټول ولس ته و ویل چي نن پیر صاحب مونږ ټولو ته یوه معحزه راښکاره کوي. پیر چي سوچ وکړ چي ځوان نشه دی هسي لګیا دی نو د ځوان خبره یې و منل.
ځوان ټيپک (توپک) را واخیست اؤ ویل چي زه پیر ولم اؤ دی نه مړ کیږي اؤ بیرته راژوندی کیږي
پیر ژر چغي کړې چي هله ځوان لېونی شوی دی. خو ځوان پر دا ټنډه و ویشت اؤ پیر ګوزار شو اؤ مړ شو. ځوان و ولس ته ویل چي پیر اوس راژوندی کیږي اؤ اوس راژوندی کیږي
پیر چي راژوندی نه شو ولس ورته ویل چي پیر خو راژوندی نه شو ولي چي اصیل (کره) نه وو. ځوان پټو ټک واهه اؤ ولاړ. په دا بله روځ یې د پیر لور په نکاح کړل
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.