Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sardar Ali Takkar

Nurse. Ghani Khan Baba Nazam to Tribute Nurse. Poetry

Nurse. Ghani Khan Baba Nazam to Tribute Nurse. Pukhto Nazam Nurse By Ghani Khan. کلام           :   نرس سندر غاړی  : سردار علی ٹکر  شاعر          : غني خان د دړد مند د خوار خدمت، خدمت نه دے عبادت دے لکه مور، رحم او مینه د حوا اصلی فطرت دے دا د مرګ سرہ جګړی، دا نرتوب او شجاعت دے دا دړد په اور کښی رحم او تیارو کښی سپین مشال ھر ژوندے د ښځی ځوی دے ھم ئی خیشت ھم ئی کمال  که دنیا ورته سپک ګوری، دنیا څوک دی پیژندلی د شمکورو خرو ګله دہ، ھر یو لال ئی خاوری کړے لور د خیشت اور مور د ژوند، دی له رب پیدا حوا کړہ دا خو مونږ شاعرانو یا ساقی یا دلربا کړہ د مغرب قچر تہذیب دا یوہ مسته شان بلا کړہ نه ئی مور کړہ، نه ئی خور کړہ  نه ئی د دین، نه ئی د دنیا کړہ د حوا اصلی مقام رحـــــــم مینه او خدمت دے دا د مرګ سرہ جګړی، خدمت نه دی عبادت دے Ghani Khan Tribute To Nurse. Pashto Poem By Ghani Khan Baba "Nurse".

Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab by Ghani Khan

 Understanding Of Ghani Khan Baba. Explanation of Ghani Khan Nazam Jwand. Poem. Jwand  Means Life Lyrics. Har sa Da Rab, Hama da Rab  ژوند هر څه د رب او همه د رب           زه يو ماښام له راغلے يم باغ او انګور ميخانه ديار              زه خو يو جام له راغلے يم مينه مستی او خمار دبل                 رقص او خندا او سينګار دبل ګل او نرګس او ګلزار دبل زه يې تش ديدار له راغلے يم زه دلولکۍ وړې په شان                ګل او غوټئ او بهار ګورم زه لکه شمع بليږمه                       ښائست او مستی د دلدار ګورم لوې سمندر د مستئ له ما                 څاڅکے د رنګ راوړے دے زه پرې د نمر رڼا لټوم                    ما هم مشال بل کړے دے هر څه د رب او همه د رب زه  يو ماښام له راغلے يم باغ  او انګور ميخانه د يار زه خو يو جام له راغلے يم ژوند د دنيا د هر نعمت نه خوږ او د ټولونه زيات نا پائيدار، چې د هغه خوږوالی د هغه ناپائيداری او عارضيت پټ کړے دے.ژوند څه څيز دے ولې او د څه مقصد لپاره څنګه ، د څه نه او څوک يې پيدا کوی ؟ او ولې دومره زيات بې وفا  دے ؟ مونږ وئيلے شو چې ژوند په زمانی مکان کښې دخپلې اغازی نقطې نه

Saaz Sho, Na Sooz Sho, bus Hase Jwand Tamam sho. Ghani Khan Lyrics

 Pashto Poem. Na Saaz Sho, Na Sooz Sho, bus Hase Jwand Tamam sho. Poet. Ghani Khan Baba Singer. Farooq Ustad کلام : خان  عبدالغني خان غږ   :  محترم فاروق استاد زۀ یم ناست ځان له جانان   یو تصور کښې جوړومه کله  یې  سترګې تورومه   ، کله یې شونډې ښکلومه په دې  هر څه دې  راضي يم اے د تورو سپينو خانه  ژوند څه مرګ مې هم قبول دے په  خندا يې قبلومه   زه یم ناست  د غم په  هار کښې  د رڼا بڅری  پییمه خم  د رنګ کښې  لا خمار شته    زه ترې لپې ډکومه   د سخی ګوتو دې ځار شم څنګه ښکلی ویش دې وکړو زه یو څاڅکے   خو ځیګر  کښې   دریابونه   ګرځومه مرګه !    ځه  چرته  ورکیږه   زۀ   لا نۀ  يمه     وزګار  خم   د رنګ    کښې لا خمار شته  زۀ تری  لپې ډکومه   خلق   وایې لاړ بوډا شو   غنی خپلې  مستۍ   وخوړ زه یم ناست د  یار ویښتو کښې  د نرګس  ګلونه ږدمه

Rangona Aw Ghani Khan Baba. Pashto Poem Ghani Baba

 Ghani Baba Aw Ranguna. Colors And Ghani Khan رنګونه_او_غنې ⁦❣️⁩ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ سپين دې د کفن رنګ سپين دې د فنا رنګ سپين دې د ټګئ دستار، سپينې د سپی سترګې دې، سپين ئي جال او سپين ئي دام سپين دې د ملا رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ تور دی د شيطان لباس توره د انکار توراه، تورې د غم سترګې دې تور دې د بلا رنګ، تورې د مرګ پنجې دې تورې د بهوؤ دهاړې دې  توره د ماتم جړۍ تور دې د ژړا رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ سور دې د ګلاب او د وصال او د خمار رنګ سره دا د ځوانئ نشه سور دې د بهار رنګ سور دې د پالنګ او د خوبونو د دلدار رنګ سور تورو غمونو کښې د حسن او رڼا رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د فنا رنګ شنې د غنې سترګې دې شين دې د وفا رنګ شين د چمنونو او فصلونو او زلا رنګ شنه د اميد پانړه ده شين دې د صبا رنګ شين دې د سپرلې د خوشحالو او د خنده رنګ سپين سره مې نه لګې سپين دې د ريا رنګ Pashto Times. Lyrics Of Ghani Khan Baba Pashto Poems. Singer. Sardar Ali Takkar Song. Rangona, Ranguna Colors and Ghani Khan Baba. Pashto Poetry.

Za ba zam pa Jang Da Qaam, Za Nangyalay Zwan

Za ba zam pa Jang da Qaam za che kala zwan Sham. Pashto Song lyrics Poem. Ghani Khan Baba. Za Ba zam Singer. Sardar Ali Takkar خوږدی ماته ملک زما ،خوږ تر کل جهان زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  وينه ده توده زما رګونو کې د ننګ سر که مي قام غواړي زه به یې نه کړمه په څنګ  زور دے ماليدلے هم د توپ هم د تفنګ  زور مي د غيرت دے د همه زورونو خان زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  سر څه د سپي سر وي چي فدا نه شي په قام نر هغه نرنه وي چي شيدا نه شي په قام نوم ناموس یې څه وي چې دی شي دبل غلام دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان  زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  زه پښتون بابا د خپلو وينو پيدا کړي  زه پښتني مور په غيرتي پيو لوي کړي  موږ په پلار نيکه دي د مردۍ کارونه کړي زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان  زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان زه به په وجود يمه کوټلے وزير اس کوم به د کاروان خبردارے لکه جرس يم به د ظالم سترګو کي تل د سترګو خس زه به لکه باز يم د نرتوب مرد ميدان زه به ځم په جنګ د قام زه ننګیالی ځوان  زه به لوي زړګے لکه شيرشاه د بنګالے لرم مټ به ابدالے لرم همت به روهيل

Lyrics Of Ghani Khan Nazam Sehra

 Pashto Poem. Ka Pa Shagho Ki Jwandoon v Poet. Legendary Ghani Khan Baba. Ka Pa Shago Ki Jwandoon we, Raba  صحرا    د غني بابا کلیات که په شګو کې ژوندون وي  ربه بومې ځه صحرا له که سودا کې ناز او شړنګ وي ما مرۍ ورکړه سودا له که په سا کې مستي نه وي ربه مرګ راوله سا له که هلال پېغام د نور د خندا د رڼا نه وي ماته غوره توره شپه ده ډېره غوره د هلاله که د ژوند مطلب بل نشته بس ژړل دي سوځېدل دي . دا خپل جوش په بېرته واخله دا خپل هوش په بېرته واخله . زه پتنګ ستا په رڼا یم مین ستا په تورو نه یم . که کافر که مسلمان یم یمه ستا، د نورو نه یم . زما واړه کمزورۍ دي، جوړې ستا، ستا د کماله تیاره ځکه شوله توره، چې شوه ورکه د هلاله . چې تا ورک کړمه حیوان شم چې تا ووینم انسان شم . ته دریاب د شنو چینو یې زه پټی د لوږو تندو چې تا ورک کړم بیابان شم چې تا ښکل کړمه بوستان شم . دا ګنا زما د څه ده، چې زه چغې شم جانان شم دا خو ستا د ښایست قصور دی، چې زه غم شم بیابان شم . یا خو واک د بادشاه راکړه او یا صبر د فقیر را . دا ژوندون دی رنګین خوب له یو ښایسته شان تصویر را . چې ستا حسن پر بندي کړم داسې لاس داسې زنځیر را که

Lyrics Of Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak Jam. Ghani Khan Ghazal Pukhto

 Lyrics Of Ghani Khan Poetry. Poem. Che Masti V aw Zwani V Aw Dak Jaam. Der Gulona, Lag Yaran aw Rangeen Ghondi makham. Singer Sardar Ali Takkar Lyrics Of Ghani Khan Nazam " Masti". Pashto Poetry of Ghani Khan Baba. Lyrics Of Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak Jam. چې مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جام ډېر ګلونه لږ ياران او غمګین غوندې ماښام عشق څه اور وي او څه نور وي زړه لمبې لکه تنور وي په دې ژوند به زه ور ځار کړم جنتونه ستا تمام  چې زه ټول عمر ځلمى يم ځلميتوب به يو عذاب وي ځکه اوس را باندې ګران دى چې يې خېشت شي زر تمام تل سپوږمۍ د څوارلسمې بل جانان د شپاړسمې تل ځواني سيند د شرابو دا دوزخ دى که انعام دې دنیا پسې به ژاړم دا تياره هلال به غواړم هره ورځ به يادوومه نرۍ لړه د ماښام تنګ د حورو وفادارو بې وفا جانان به غواړم ستا آدم په ذات ښکارې دى د ښکار خوند کوي هر ګام د مستۍ د سيند په غاړه ثوابي روژې به نيسم اسوېلي به کوم يادوم به د ساقي نيمګړى جام هر يو شى چې ابدي شي يو افت شي يو عذاب شي بس يو تا سره مزه کا د ازل ابد دوامه بنده نوې رنګ محل کې نوى نوى جانان غواړي بيابان کې سره