Pashto Tapay 2022. Lyrics Of Pashto Tappay 2022. Trending Now
زه دَ بې ننګو یاري نکړم
په غېرتي ملګرو سر قربانه ومه
د ښکلو، ښکلو حساب بیل دی
خو دا بدرنګ وړکي مې ورونو پۀ شان دینۀ
مرګی خو ښه دي پرده پوښ دي
بده نېستي ده غيرتونه شرموينه
زما په غېږ کې به عادت سې
بیا به خوبونه په بخملو نه درځینه
#ټپه
یار خو مې شته بې یاره نۀ یم
د مازیګر په لوبو ورک دی رابه شینه
#ټپه
کۀ په ژړا نصيب ښه کيږي
زه به لمن د اوښکو ډکه ګرځومه
په نيمه شپه مرور لاړې
دغه زياتۍ به دي تر عمره يادومه
لیلا زړه شوه زور یی کم شو
له منگو پریوته کوزی راډکوینه
چې ددیدن د برخو ویش وء
زه دتقدیر په زولنو تړلې ومه
سختې ښېرې مې درته وکړې
که پنځه ورځې ژوند لرې څلور به شینه
💔
په خړ کمیس کښی ګناه نشته
ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځینه
شوخي🙏
په شپاړسمه روژه راشه🚶♀️
ما به روژه د پیغلتوب خوړلی وینه
که د زلمو نه پوره نه شوه
ګرانه وطنه جینکۍ به دې ګټينه
د سر زورۍ انجام د ولید
د لښکر مخکې مخکې تلي کونډه د کړمه
منګي کې موری اوبه نشته
زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه
مسافرۍ خوړلیه یاره
پیزار اوباسه چې تلې دې ښکلومه
لنډۍ د پښتو ولسي ادب هغه نایابه ملغلره ده چې د ارتې زمکې په هیڅ ځای او هیڅ ژبې کې یې بېلکه نه شو موندلی. پورته لنډۍ باندې کتابونه کتابونه خبرې لیکل کېدای شي، نو ځکه مونږ د ټپو د پاره دا ګروپ جوړ کړو چې د ځوانانو او پيغلو څخه دا قيمتي ملغره هيڅکله ورکه نشي ،
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.