دکو نړ د سید محمود پاچا او دده دلټانو په اړوند څوخبرے
-----------------------------
By Latif Yaad
سیدمحمود پاچاچې دکونړ په پاچا او نواب سره یې شهرت درلود د سید بهاالدین پاچا زوی او د سید نظیف الله پاچا لمسی و. نو موړی دپشد دسیمې سید و.دی د سید جمال الدین افغان تربورو او نوموړی د سوات,بونیر او کونړپه سیمو کې د۱۸۸۳ نه تر ۱۸۸۶پورې نوابي او پاچا هي درلودله . سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۶م کال پوری د کونړ حاکم و او دغا زي محمد اکبر خان سره يي نږدې اړيکي درلودلې او د هغه د لور(درانۍ بي بي) سره يي واده هم کړی و.
کله چې د۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت او ځواک په سر شخړې روانې وې نو سيد محمود پاچا د اميرشير علی خان ډیر ټینګ پلوی واو په ۱۸۷۰م کال کې چې کله امير شير علي خان خپله ديارلس کسيزه مشورتي جرگه جوړه کړه نو سيد محمود پاچا د دغې جرگې غړی و. همدا شان سيد محمود پا چا د دير او باجوړ د خانانوسره د امير شيرعلی خان د اړیکو په نیولو کې ستره ونډه درلودله .همداراز ده د امير شير علی خان په دربار کې د سرحدی سيمو په اړوند پرېکړو کې خورا نفوذ او رول درلوده. کله چې اميرعبدالرحمن خان په ۱۸۹۵-۱۸۹۶م کلونو کې د کونړ او نورستان سيمې د خپلی کنترول لاندې راوستلې نود پشد د پاچا يانوواکمني په کونړکې پای ته ورسیدله او کونړ د اميرعبدالرحمن خان د د پاچا هۍ په وخت کې د کابل د مرکزی حکومت اداري واحد شو چې ختیز اومرکزي نورستان سيمي هم پکې شاملې وې
د سيد محمود پاچا د لټانو کيسه په کونړ کې خورا مشهوره ده او اوس هم چې څوک لټ او ناراسته وي نو خلک ورته وايي چې ته خو د سيد محمود پاچا لټ يي.کیسه داسي وه چې وايي د سيد محمود پاچا په دربار کې به بيکاره کسان هميشه پراته وو مفتې ډوډۍ به یې خوړلې او هیڅ کار به يي نه کاوه
په پای کې د دی لټانو شمير ورځ په ورځ زياتيد ه نو يووخت سيد محمود پاچا ته چا ويلي و چې دا لټان هسي بيکاره پراته دي، که دوی په رښتيا لټان وي او کار نه شي کولي نو د دوی په شاوخوا کې اور ولگوه که څوک په رښتيا لټ وي هغه به ونه تښتي او که چا هسي په لټۍ ځان وهلی وي نو وبه تښتي،په دی توگه به د اصلی لټانو او غيرو لټانو فرق او توپیر سره وشي
کله چې د دې لټانو په شاوخوا کې یې اور ولگاوه نو يو شمير زيات يي وتښتيد ل او يوشمیر یې پاتي شول چې يو شمير يې دومره لټا ن و و چې خپل ملگرو ته به يي ويلی چې مونږ فرياد هم نه شو کولي او زمونږ له خوا فرياد هم تاسي کوئ چې وسوځیدو وسو خیدو
دسید محمود پاچا دلټانو په اړه بله کیسه داسې ده چې د سید محمو د پاچا یو لټ ویده و کله چې له خوبه راویښ شو نو مچان یې پر خوله ناست وو. ده خپل ملګري ته ورغږ کړ چې دا مچان خو زما له خولې وشړه ! دې بل لټ ورته وویل زه پرخپلې خولې باندې ناست مچان نه شم شړلی نو ستا پر خولې ناست مچان په څنګه وشړم.
(یاد)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.