Rahmat Shah Sayel Ghazal. Pashto Sherona. Logay logay De Krama Oor De na Kram لوګې لوګې دې کړمه اور دې نـــــه کړم سوړ اسويلې دې کړمه شور دې نه کړم هسې د تور کړمه پـــه تــــور دمينـــــــې دہ خـــپلو دواړو سترګو تور دې نه کړم پښتـــــو خو بل څه وې تا بل څه اوکړه بـــيا بانـي دې کړم په کور دې نه کـړم شونډې دپرانستې او چوپ پاتې شوې پــر هـــر پر هر دې کړم ټکور دې نه کړم ديار دزلــــــفــــو نه را الوتـيـــــــه بــاده سمسور دې کړمه خولور لُـوردې نه کړم نن دې راو کا تۀ په ډک محفل کښــــې ښه شوه د خلکو دپيغور دې نـــه کــــړم زۀ ستا دخيال دليونتوب سائـــــل ووم هير که دې ډير کړمه خو نور دې نـه کـړم Rahmat shah sail