«د پښتو د تاريخ بله الميه» لیکوال: سعدالله جان برق *** د پښتنو دغه الميه خو په خپل ځای چې اوس يې هیڅ علاج نشته' چې دی د دين د غلط تعبير او تفهيم په وجه د خپل تاريخ، خپلې ژبې، خپل ادب او خپل ثقافت نه محروم کړی شو چې مونږ ورته د قومى ياداشت او حافظې ورکېدو په نظر کتلی شو. اندازه ددې نه اولګوئ چې اوس لږه موده کېږى، غالباً چې د ضياالحق دور وۀ؛ د پښتونخوا په اسمبلۍ کې يو ممبر چې نوم يې ما نه اوس هیر دی؛ هغۀ اووې چې زموږ ثقافتي ورثه يعنې اثار قديمه ورکېږي; لګيا دي ځکه چې کوم آثار ترلاسه شوې دي، سرکاري اهلکارو هغه غېب کړې او سمګل کړې دي او د هغو په ځای يې جعلي آثار په ميوزمونو او ذخيرو کې ايښې دي. ددې قومي ثقافتي ورثې د حفاظت بندوبست پکار دی. ناڅاپه د دير نه د اسمبلۍ يو اسلامي پارټۍ سره تعلق لرونکی ممبر راپاڅېدۀ، قراقلي يې په سر سمه کړه او شروع شو' چې زموږ دغه د کفر آثار زمونږ ثقافت نۀ دی، زموږ ثقافت اسلام دی، دغه کفري آثار چې څومره تلف کړی شي ښه ده، دغه ممبر د ډاکټر لکۍ هم لرله نو چې اوس دا حال دی' نو پخوا به څۀ حال وۀ؟ د کفر د ضائع کولو دپاره. ددې الميې نه بيا بله الميه دا راپېد
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.