Pashto lyerics
دامیر کروړ جهان پهلوان ویاړنه دښاغلی ټکر په غږ کې
----------------------------------------------------------
زه یم زمری پردې نړۍله ما اتل نشته
په هند و سند وپرتخار اوپرکابل نشته
بل په زابل نشته له ما اتل نشته
غشی دمن مي ځي بریښنا پر میر څمنو باندې
په ژوبله یو نم یرغالم پر تښتیدونوباندې
په ما تیدونو باندې له ما اتل نشته
زما د بریو پر خول تا ویږي هسک په نمنځ اوپه ویاړ
د آس له سوو مي مځکه ريږدي غرونه کاندم لټار
کړم ایوادونه او جاړ له ما اتل نشته
زما د توري تر شپول لاندې دی هرات و جروم
غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما اودوم
زه پیژندوی یم په روم له ما اتل نشته
پر مرو زما غشي لوني ډاری دښن را څخه
د هریوا له رود پر څنډو ځم تښتي پلن را څخه
رپي زړن را څخه له ما اتل نشته
د زرنج سوبه مي د توري په مخسور وکړه
په بادا ري می لوړاوی د کول د سور وکړه
ستر مي تربور وکړه له ما اتل نشته
خپلو وګړو لره لوراو پیرزو ینه کوم
دوی په ډاډینه ښه با مم ښه یې روزنه کوم
تل ئې ودنه کوم له ما اتل نشته
پر لویو غرو مي وینا درو مي نه په ځنډوپه ټال
نړئ زما ده نوم مې بولي پر دریځ ستایوال
په ورځو شپو میاشتو او کال له ما اتل نشته
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.