What is Kaldara?
Why Pakistan rupee is called Kaldara in Afghanistan?
په افغا نستان کې هندي او پاکستاني روپیو ته ولې کلداره و یله کیږي ؟
-----------------------------------------------------------------
ګرانو دوستانو ته به پته وي چې دهندپر نیمې وچې( هندوستان اوپاکستان) باندې انګریزانو( پیرنګیانو) پوره (۲۰۰ )کلونه راج او حکومت وکړاو هند او پاکستان هیوادونه دانګریزي سامراج او کلونیالیزم دژغ نه په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې آزاد او خپلواک شول
دددغو دواړو هیوادونوتر خپلواکۍ دمخه هلته دانګریزانو کرنسي چلیدله چې پر هغې باندې دانګلینډ دټولواکمنې ( ملکې) انځوراو پر سر یې تاج ایښودل شوی و او څرنګه چې دغه کرنسۍ دسر او تاج انځور درلود نو په (کلاه داریا کله دار) مشهورشو یعنې (کلاه دار=دخولۍ (ټوپۍ ) درلودونکې او کله دار = دسر درلودونکي کرنسي) چې بیا دکلاه داراو کله دار نه کلداره جوړه شوه (کلاه دار، کله دار =کلداره ) چې اوس دافغانستان خلک ورته کلداره وایې .حال داچې په پاکستان او هندوستان کې دغو پاکستاني او هندي کلداروته دهغو ځایونو خلک روپۍ یا روپیه وايي
په لاندیني انځور کې دهند اوپاکستان ترخپلواکۍ دمخه هغه نوټ یا کرنسي ګورئ چې دانګریزانو په وخت کې دهند په نیمه وچه کې رایجه وه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.