Skip to main content

Lyrics of Raza che yawa jora ko jongara pa zangal ki

Hamza Baba Kalam. Raza Che Yawa Jora Ko, Jongara Pa Zangal Ki. 1944


Raza Che Yawa Jora Ko Jongara Pa Zangal Ki lyrics


حمزه بابا 

1944

راځه چې يوه جوړه کړو جونګڼه په ځنګل کې

راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې
 د ګل په خاموشئ او د بلبلو په نوا کې
پيدا چه د خندا نورافشانی کړو په ژړا کې

تر هغه ګورو يو بل ته چه ورک شو په يو بل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې



ډيوه د مشغولا شي زمونږ بله چه ماښام شی
ماښام د ليلی لاس کې دشفق د ميو جام شی
بد ځان يه شی له پامه چه د ستورو په مونږ پام شی


دمئينو پټ پټاني وي د سترګو په ځنبل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې



منت د پاره پيغلې پلوشې که د لمبر راشی
جولئ که غوړولئ راته ګل په بستر راشی
هر څو که پریشاني په لاس نسيم د سحر راشی


ستا سر د وی زما او زما سر ستا په څنګل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې



چه جوړ کړو د سپوږمئ دپلوشو ځنې ټالونه
جوټې چه نرمې نرمې راله راکړی نکهتونه
اغوستې مو د ګل د رنګينئ وی څادرونه




.تر هغه وخته زانګو چه وخت ورک شی په ځنګل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې


جزبې چه د پريشانه غوندې مينې کړو راجمع
دوه شوی زړونه يو کړو ترې پيدا کړو يوه شمع
ساز واخلی پتنګان چه شی راټول د سوز په طمع


احساس چه فرق او نه کړئ شی په سوال او سوزيدل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې



فضا د پسرلی چه ګل ورېنه خندا کاندی
ستا مسکئ مسکئ شونډې چې ورېښمينه  خندا کاندی
زلمئ چه د ارمان سحر جبينه خندا کاندی

پيری درته دشپې ناينړه ستوری په اوربل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې



راځه چې شو بهر د دغو شپو ورځو له جاله
پرواز په داسې حال اوکړو چې اووځو له حاله
يو حال داسې پيدا کړو چې مو حال اوځی له خياله.

بيا خيال يوه کړئ کړو د وصال په سلاسل کې
راځه چې يوه جوړه کړو جونګره په ځنګل کې

وتلی اسوېلی مو چه وريځ هلته د نور وی
هجران شړلې اوښکې مو چه څاڅکی د سرور وی
برېښنا مو د ښائست د تبسم زړه په طور وی


احساس چه شی د خود او بې خودئ په جار وتل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

جهان مو يو جهان وی د جهان د حس نه لرې
مکان وی يو مکان د لامکان د حس نه لرې
تل دواړه يو حمزه يو د وجدان د حس نه لرې

ازل ابد چه دواړه شی فنا زمونږ په تل کې
راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې



Raza che yawa jora ko pashto complete nazam of Hamza Shinwari


Singer. Murad Shinwari. Music Rafiq Shinwari

Pashto Times Pashto Classic Songs Lyrics. Pukhto Folk Songs Lyrics. Pashto Old Song Lyrics. Hamza Baba Pashto Ghazal. Hamza Khan Shinwari Baba. Murad Shinwari Old Ghazal Song Lyrics. Sandara, Pukhto Sandara. PukhtoSong By Hamza Baba. Hamza Baba Nazam Lyrics.


Raza Che Yawaz Jora Ko Jongara pa Zangal Ki composed By Murad Shinwari And Sung By Rafiq Shinwari.

Raza Che Yawa Jora Ko Pashto Song Was First Recorded By Radio Pakistan Peshawar And Pakistan Television Pashto Production Unit At Chak Lala Rawalpindi Islamabad.

Amir Hamza Khan Shinwari Pashto Poem. Raza Che Yawa Jora Ko Jonghara Pa Zangal Ki.

Pashto Times Pashto  lyrics

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso