Skip to main content

Poetry for Aghan Nepolian Ghazi Umara Khan

عمرا خانه
د جندول خانه
ښکلے وطن دې و زاغانو ته دې نه  پرېښودو
سرو پيرنګيانو ته دې  نه پرېښودو

عمرا خانه 
د جندول خانه
انګرېز راغلے             له بل وطن و
يرغل يې کړې       ستا په مسکن و
لاس يې ګرېوان کې د مرد او زن و
ورسره څنګ کې  هم خپل دښمن و
ځان دې پې مات کړو خو لېوانو ته دې نه پرېښودو
دې ګيدړانو ته دې نه پرېښودو

عمرا خانه  
د جندول خانه
ايمان دې پوخ  و             ته لا هلک وې
وې دويش کلن خو      دغره نه کلک وی
په زړه دروېش وی    په خوی زمرک وی
د خدای غرور وی     د خدای ټوپک   وی
نر وی  پېغور خپلو ځوانانو ته دې نه پرېښودو
وطن دارانو ته دې  نه پرېښودو

عمرا خانه 
د جندول خانه
په وطن مسته              د وطن ځوانه
ستا مبارز روح                ډک له ايمانه
د پامير غره                   لوړه   اسمانه
د خدای عاشق وی          پوخ مسلمانه
د ژوند سنګر د غم سګانو  ته دې نه پرېښودو
دے دلالانو ته دې نه پرېښودو

عمرا خانه
د جندول خانه
سوچه پښتونه               سوچه افغانه
د ازادۍ ميره                    مرد ميدانه
د ژوند او امن                  روحې روانه
د وياړ څښتنه               د ننګ  کاروانه
په ګل مئينه ګل چينانو ته دې نه پرېښودو
دے شوکمارانو  ته دې نه پرېښودو

عمرا خانه 
د جندول خانه
ته د وطن وې                او وطن ستا و
ته  ګلبدن وې                  او بدن ستا و
ته يې ماليار وې             او چمن ستا و
عزت د کور کلي             او د زن ستا و
په ګور دې نور شه نوابانو ته دې نه پرېښودو
داړه مارانو ته دې نه پرېښودو

عمرا خان
د جندول خانه
ته ميرويس خان وی          ته ابدالي وی
انصاف انصاف وی    شير شاه سوري وی
د خدای غرور وي       د خدای مستي وی
ته د منصور زړه             ژوند د غني وی
بدرنګ تاريخ  خپل اتلانو ته دې نه پرېښودو
دے افغانانو ته دې نه پرېښودو

عمرا خانه
د جندول خانه
عبېد عبېد دے           شيرين شيرين دے
عبدالغفار هم               امين امين دے
عنايت خان وليد                اکرام شاهين دے
سيال او نګار هم        سنګين سنګين دے
په لمن داغ خپلو بچيانو ته دې نه پرېښودو
دے باتورانو ته دې نه پرېښودو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔.......
نظم / اکبر سيال ۔۔ 7  مئ 2021

د ويډيو د پاره د خپل کشر زوي جان جان علي خان شکر ګزار يم
د روژې مبارکه مياشت او د جمعې مباره شپه ده۔۔خدای دې د خان بابا روح تل ښاد او جنتي لري امين۔۔


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...