يو څو وارې مې د ګل جابړ ملک په وړاندې د اي ټي ايم مشين نه پيسې را ويستې وې .او خدای شته ملک ته به مې خپله برخه هم ورکړه .خو نن چې ورغلم د حجرې کټ کښې ناست وو .قميص يې د دېوال موږي ته راځړولی وو او واسکټ او تمانچه يې د کټ پښې ته اچولي وو .سپين بنېن يې اچولی وو .خو پګړۍ يې په سر وه .مال ګل جابړه ملکه دا ولې ؟ خو دا پګړۍ هم کوزه کړه چې لږه هوا دې په سر اولګي .وييل يې هرګز نه ،سر تور سر کښيناستل د پښتون شان سره نه ښايي .زړه کښې مې وييل چې راشه که تودېږې.
وييل يې ځنډ دې کړو نن؟ ما وييل هو څه کارونه مې وو.
ملک د کټ لنګې ته را اوښويېدو د تماچې په کاش يې ګوتې وهل پېل کړل او ورسره ورسره يې ما ته حکم اوکړه چې راکړه هغه د پيسو کارت زر کوه ماشين ته ورځم پيسې مې پکار دي .ته خو چې يو لک هم راواخلې ما ته دې هم هغه پېنځه سوه رانېولي وي .ګل جابړ ملک خبرو خبرو کښې تمانچه نيمه راوېستي وه ما چې صورتِ حال اولېدو نو سمدستي مې کارت ورکړو
ملک لاړو... ينم ساعت پس راغی وييل يې دا ماشين خو ډېر د لګړ بګړ اولاد دی .ما وييل ولې؟ .وييل يې ډېره خواري مې اوکړه خو پيسې يې نه راکولې /ما وييل ښه نو بيا؟؟؟؟؟؟؟؟؟ وييل يې اول مې دوه لغتې سمې سمې په سينه کښې او وهلو او بيا مې دوه ډزه او وېشتو ....
ما زړه زړه کښې وييل چې ګل جابړه ملکه ښار ډېر بدل شوی دی .خو چې ته به کله بدلېږې؟؟
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.