Skip to main content

Samiullah khatir by Didar Yousafzai

#_کۀ_اواز_نۀ_درځي_نو_اېک_اووهه

د وټساپ پۀ يو ګروپ کښې چا د يوې ويډيو لينک شريک کړے وۀ - ماښام ته نزدې واک له روان ووم - چې پۀ لاره مې دغه لينک کولاو کړۀ - نو د غېر ارادي خندا داسې دوره راباندې راغله - چې تشي مې پۀ لاس کښې ونيول - خپلو غوږونو ته د رسېدلي وښکو نه هله خبر شوم - چې د غېرو غشے يو نرے ماشے مې خلې ته راننوت - لاړې مې تو کړې - خو پۀ حساب ئې پوهه نۀ شوم - چې تېر شۀ او کۀ باهر شۀ - د طنز ، مزاح او اصلاح دومره روانه ، ښکلې ، خوږه او عام فهمه ويډيو د دې نۀ مخکښې زما له نظره ډېره کمه تېره شوے وه - پۀ ويډيو کښې يو پښتون ځوان د ټېلي نار چئيرمېن ته کال کوي - او خپلې ستونځې ورسره شريکوي - 

زمونږ ټولنه چې د کومو حالاتو سره مخ ده - نو پۀ هغې کښې هر سړے دا کوشش کوي - چې خپل غم غلط کړي - او د دې له پاره د مزاح لارې لټوي - هغه ويډيوګانې پۀ هغه وخت د انسان غم غلط کړي - خو د ټولنې د اصلاح له پاره پکښې هېڅ نۀ وي - او يا ځينې ويډيوګانې صرف وچ کلک  طنزونه وي - چې د بې ځايه اختلاف بوئي ترې راځي - خو د دې ويډيو خاص خبره دا وه - چې د طنز غشي د مزاح پۀ کمان کښې داسې راښکلے شوي وو - چې نېغ‌ پۀ نېغه د انسان زړۀ ته کوزېدل - د انداز بې ساختګي او رواني خو ئې بې شکه چې باکماله وه - او لهجه ئې هم زمونږ د روزمرې او محاورې پۀ کالو ښائسته وه - خو مهمه دا وه چې د تهذيب د لمنې او اخلاقي حدودو نه ئې بيخي تجاوز نۀ وۀ کړے -

د هغې نه پس بيا ما د هغه نورې ويډيوز وکتې - او پۀ ټولو ويډيوز کښې د تنوع او اولسي رنګ سره سره يو زبردست پېغام وۀ - ما ئې لټون شورو کړۀ - خو غالباً د زړۀ نه زړۀ ته لار وي - هغه هم زما پۀ لټون وۀ - او بیا مې ورسره دوه درې ځله خبرې اترې هم اوشوې - کۀ هر څو نن سبا پپ سوشل مېډيا لکه د نمر ځلنده دے - خو ما د يو ډېر خاکساره ، تعليم يافته او بااصوله انسان پۀ توګه وپېژندۀ - کۀ هر څو د هغه هنر زما ستائين ليک ته هېڅ حاجت نۀ لري - خو بيا هم ما دا خپل فرض ګڼل چې خپل حق ادا کړم - او دا يو څو کرښې د هغه د هنر د نورې ډاډګېرنې له پاره وليکم - 

سميع الله خاطر چې د دير د سيمې اووۀ دېرش کلن ځوان دے - پۀ سوشیالوجي او پښتو کښې ئې ماسټرز کړي - د نوائے وقت ، سماء او د سوات د ازادۍ اخبار سره سره ئې پۀ بې شمارو اخبارونو کښې کالمې ليکلي - شاعر هم دے ، ټي وي رپورټنګ ، اېف اېم ریډيو پروګرامونه او بې شماره نورې تنظيمي او غېر تنظيمي هلې ځلې ئې کړي - د يو همه جهت شخصيت پۀ توګه خپل نوم لري -  پکار ده چې د پښتو مېن سټريم ميډيا پۀ داسې خلکو ښائسته وے - ولې هلته خو سفارشونه او خپلوۍ دي - او دغه خلک د هنر پۀ مرۍ لکه د خپسو ناست دي - خو شکر دے چې سوشل ميډيا شته - چې د ډنډونو د وېخ ملغلرې ئې وځلولې -

ډاکټر ديدار يوسفزے

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso