نېټه اووم اګست کال دوه ﺯره يويشت.
سمیع اللّٰه خاطر صېب چې کُوﺯ دير اوسېدونکے دے. سميع اللّٰه خاطر صېب نن سبا په طنز او مزاح کښې د نن سبا دَور عکاسي کوي. په نړي واله توګه باندې د وګړيو (hummans) د حوشحالۍ او خندولو د پاره په ټولنيـﺯه رسنۍ (sociallmedia) باندې يوه ستره (top) نامه لري.
دا هم د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ ( Development )یوه ﺫريعه ده. دوي په نړي واله توګه باندې د وګړيو (hummans) ضمیر راوېخوي. او د نړۍ (world) ټولو وګړيو (hummans) ته د خندا دعوت ورکوي او ښهٔ بې اختياره ئې خندوي .
د سميع اللّٰه خاطر د ټولنيـﺯې رسنۍ ( sociallmedia) په استعمال کهٔ مونږ لګ نظر وغورﺯٶ نهٔ سميع اللّٰه خاطر د ټولنيـﺯې رسنۍ استعمال څهٔ په دې ډول کوي.
سميع اللّٰه خاطر چې چرته هم په نړې (world) يا په ټولنه ( socity ) کښې څهٔ لوړې ژَورې يا څهٔ خامۍ اوويني نهٔ د خپل (Call) نخښه ئې جوړوي. يعنې د هغې نه د نفرت اظهار کوي . دغه خامۍ نړۍ ته د يو (call) په ﺫريعه په داسې ډَول وړاندې کوي چې اورېدونکي ترې خوند هم اخلي او اصلاح يې هم کېږي.
د سميع اللّٰه خاطر نن سبا هرې بدۍ ته پام دے چې چرته هم څهٔ بدي سر اوچتوي نهٔ سميع اللّٰه خاطر يې د خپل (call) نخښه جوړوي . او غواړي چې نړۍ ته يې په ګوته کړي د دې غرض د پاره دغه بدۍ د يو (call) په ﺫريعه باندې نړۍ ته وړاندې کوي . په داسې طريقه يې وړاندې کوي چې د خلقو خاطر پرې نهٔ درنېږي بلکه د خندا نه شنه پراته وي .
د طنـﺯ ومـﺯاح چې کومې نخښې دي هم هغه ټولې نخښې په سميع اللّٰه خاطر کښې موجود دي د ټولو نه غټه نخښه يې دا ده چې خلق ډېېېېر ﺯيات بې اختياره خندوي. د سميع اللّٰه خاطر ويډيو چې څوک هم ګوري نهٔ کُلمې ترې بهر پرتې وي.
سميع اللّٰه خاطر کوشش کوي چې په طنـﺯ او مـﺯاح کښې د پښتو نوم روښانه کړي .
کهٔ چرته يو وګړے د سميع اللّٰه خاطر ويډيو ګوري نهٔ دومره بې اختياره به خاندي لکه سړے چې چرته د طنـﺯ ومـﺯاح کتابونه ګوري.
لکه ــــ
تکل په ائينه کښې = قمر صحرائي
يارانه په شلتالو = مشتاق مجروح
خانده مهٔ = اجمل خان افريدے
ژمے او بړستن = امير حسېن فرهاد
د ناوې لوُر = ظفر خان ظفر
او داسې نور ډېېېر د طنـﺯ ومـﺯاح کتابونه چې سړے ګوري نهٔ د خندا نه شين پروت وي.
سميع اللّٰه خاطر صېب کور دې ودااان ـــ
انعام اللّٰه سواتي پښتو څانګه
جهانـﺯېب کالج سوات
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــٖ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.