Skip to main content

Samiullah khatir by Natawan saib

Who is Samiullah khatir

07.08.2021
سمیع الله خاطر صېب

سمېع الله خاطر صېب په ګپ شپ او طنز او مزاح کښې خپل قام اولس ته د مقصدي خبرو او پېغاماتو رسولو د خدماتو یوه ستره نامه ده او دا هم د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ یوه وسیله ده۔ ،د قام اولس ضمیر بېدارول او په عوام کښې وخت په وخت اګاهي او بېداري پېدا کول د دوي ستر خدمت دے۔چې دا د هر چا کار نهُ دے۔بلکې د دې سترو خلقو کار دے۔
   که یو طرف ته د دوي په کال سړے د ډېرو پرُ پېچو او ګرانو مسٸلو وېخ ته اورسي نو بل خوا سړے په دې کثیرالمقاصد او معنې خېزو خبرو دې خپل منفرد انداز کښې په خبرو اترو سړے دومره اوخاندوي چې سړے وایي چې کولمې یې راله اوشوکولې۔
په دې مشکل او د ستونځو او مشکلاتو نه په ډک وخت کښې د چا په مخ مسکا رواستل هم یوه صدقه ده۔چې دا د ډېرو کمو خلقو په برخه وي۔
ډېرې داسې خبرې چې د هغې په نورو طریقو اظهار کول یا بیانول دومره اثر نهُ لري لکه څومره چې د موصوف په سنجیده انداز د خبرو اترو او مکالمې په طریقه رسا په زړهُ اثر کونکے انداز دے چې سامع او اورېدونکے  نهُ ستړے کوي او نهُ بور کوي۔خو د دوي په سنجیده انداز کښې ډېر خوږ والے او کشش پروت وي او دومره کشش چې سړي یې پوره وېډیو نهُ وي اورېدلې په نیمه کښې د سړي زړهُ نهُ غواړي چې یې داسې نیمګړې پرېږدي۔
دا هم یو کمال وي چې د معاشرې یوه لویه ستونځه په دومره اسان او زړهُ راښکونکي انداز کښې نهُ یواځې د عوامو په وړاندې راوستے شي بلکې د هغې حل هم په ګپ شپ کښې را اووېستے شي۔
تر څو پورې چې ښاغلے Samiullah khatir ما په دې لږ وخت کښې اولوستو نو ماشاءالله هر فنِ مولا دے۔په کوم سرخط او عنوان وي نو ښهُ پرې په فصاحت او بلاغت سره غږېدے شي۔هر څو که له عمر نه دومره نهُ دے څومره چې علمي او شعوري بلوغت لري۔ 
دا هم د الله له طرفه یوه ستره عطیه وي چې الله چاله د تقریر او چا له د تحریر ملکه ورکړي خو صاحبِ موصوف له یې نه دا دواړه بلکې له دې نه علاوه نور صلاحیتونه هم پرېوانه ورکړي دي۔د ښهُ شاعر،ښهُ مقرر او د ښهُ لیکوال نه علاوه نورې هم ډېرې خوبۍ یې د شخصیت احاطه کوي۔زما خو په ډېرو صفاتو ډېر زیات خوښ دے۔او زهُ یې خپل فخر او ویاړ ګڼم۔
        د سختو نه سخت او د ستغو نه ستغ سرخط مې د دوي په وېډیوګانو کښې ډېر په اسانه او ښکلي انداز کښې واورېدل چې د دغه مسٸلو او شخړو نور په یوه طریقه هم د مینه والو ذهن ته راوستل راته دومره موزون نهُ ښکاري۔او نهُ به د دې ستونځو په نورو طریقو دغسې لار ښودنه وي۔
خپل مقصد ته د رسېدو دپاره ډېر د صبر او تحمل نه کار اخلي که څوک ورته په لاٸیو وېډیو بدګویي کوي هم دوي ورله په ښهُ او احسن طریقه سره داسې جواب ورکړي چې په ټولو اورېدونکو هم ډېر ښهُ اثر اوکړي۔کوم چې د یو ښهُ شخصیت خاصه ده۔
زړهُ مې غواړي چې ډېر زیات لیک پرې اوکړم خو دا یو داسې شخصیت دے چې د ده په دومره زړهُ راښکونکي اندازِبیان که سړے ټوله ورځ لیکل اوکړي خو هم به یې پوره نهُ کړي۔
زما په خیال دا زمونږ د قام او ملت یوه ستره اثاثه ده۔الله دې یې په خپلو نېکو مقاصدو کښې کامیاب او پیاوړے لري۔

کمالات وي څهُ        پراته ځنې سړو کښې
لکه شات چې وي پراته په ځنې خلو کښې

جذبې هم د مینه والو        خپل کړې پارې
برکتونه وي بلها              ځنې جذبو کښې

چې د چا کردار            مجبور زما قلم کړه
داسې خلق پېدا         کیږي نهُ، صدو کښې

د بلبل غوندې       شیرین یې هم ګفتار وي
مخاطب چې وي   اولس ته په پښتو کښې

بس په دې به اکتفا          نور ناتوان اوکړم
ګني ډېرڅهُ مې پراته     دي په مازغو کښې

ستاسو خپل ناتوان

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso