په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو نخوانامتو ليکواله آغلې زېتون بانو له دې نېمګړې نړۍ سره خدای پاماني وکړه. آغلې زیتون بانو د سید سلطان محمد لور چې په کال ۱۹۳۸ زېږدیز کې د پښتونخوا د خلیلو تپې په مشهور کلي سپینه وړۍ کې زېږېدلې وه. پلار یې ارواښاد سلطان محمد پخپله هم د پښتو ښه لیکوال او ښه شاعر و.ارواښاده زیتون بانو د پښتونخوا د ښځينه شاعرانو، ليکوالانو او ډرامه ليکونکو له ډلې نه يوه مشهوره ليکواله او د باچا خان د ملي غورځنګ خدایي (خدمتگاران) فعاله غړې وه.
ددې دیوشمېر چاپي اثارونومونه په دې ډول دي :
۱-هنداره - د لنډو کيسو ټولگه
۲-مات بنگړي - د لنډو کيسو ټولگه
۳-ژوندي غمونه - د لنډو کيسو ټولگه
۴-خوبونه - د لنډو کيسو ټولگه
۵-زما ډایري - د لنډو کيسو ټولگه
۶-نیزه وړی - د لنډو کيسو ټولگه
۷-دخاورو څلی دلنډو کیسوټولګه
اروا دې یې ښاده وي !
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.