Pashto Blog By Esmat Qani Essa Muhammad.
حکمرانان نه دي ملامت
اصلي خبره داده چې موږ هسي بې توله او بې تاله خلک يو ، چنجن او ژوالن موزيان يو
دسقاو زوى مو دحاکميت دبيرغ تر منار لاندي چرګان جنګول
موږ ورته والاحضرت ويل
نادرخان چې به غصه شو نو يوڅرخي جنرال به يې دتخت او بخت په پښو کې قربان کړ موږ ورته دنجات باچا ويل
دظاهر شاه کاکاګانو په ټول ملت دبيزو بازۍ کولې يوه ته مو خصي صدراعظم ويلو او بل ته مو ولي الله صدراعظم
داود خان چرسي غلام حيدر دلښکر بريځر مقرر کړى وو موږ ورته موسس جمهوريت ويل
خلقيان شنه سوډران وو پر سړکونو مو ښځي او نر ورته رقصول
مجاهدين له پېښوره په غومبر راغلل دنجات زيرى يې راکړ او دممات زيره يې راباندي وويشله
دجوماتونو ملايان او چړيان را غلل دټولي دنيا دشر القاعده يې راته نواله کړه
ټاميان راغلل
په نيکټايي او ګل بي بي يې حکومت راباندي کاوه موږ يې پرضد دملي مقاومت سنګر جوړ نه کړ
بلکه مقاومت په کوټه او پېښور کي ديره ورته اچولې وه او بيګانه ګانو زيره ورته اچوله
له ټول سقوط او مقوط سره به به بنډلي بابا بنډل بنډل درواغ راته ويل چې زه معامله نه کوم
په يوه هفته کې يې ټول افغانستان معامله کړ زموږ درباريانومړې مړې ورته کتل لکه کٶنه چې يې ورکړي وي
Pashto Times Pashto Blogs
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.