Saud Bangash Ghazal.
غزل
ساقی والله که پر اوبو کېږی
د سرو شرابو جام پر څو کېږی؟
الله الله ورسره هم زاهــده!
جانان جانان هم پر تسبو کېږی
یا به کړې عشق یا د دنیا کاروبار
په دغه دواړو کښی به یو کېږی
ستا اننګو باندې چې اوښکې څاڅي
لکه باران پر سـرو لمبو کېږی
زمـوږ وطن د رهبرانـو ایمـان
که څوک يې اخلي پر پیسو کېږی
په پټه نه، ښه په ښکاره او پر جار
وینې سـودا د پښتنـو کېږی
سعوده! زما په وس کې نه ده مینه
که زه يې نه کومه، خو کېږی
سعود بنګښ
۲۷/۱۱/۲۰۱۳
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.