Skip to main content

Naswar, History, User of Naswar and Pashto Tappay.

 Naswar, History, User of Naswar and Pashto Tappay.


جانانه غم دې نسواري کړم

ترخي ترخي اوبه يي زړه ته تېرومه

--------------------------------------



په مخدره توکو کې چې نن ورځ په افغانستان ،پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا ، ایران. دمنځني ایشیا په هیوادونو( اوزبیکستان ، تا جیکستان ، فرغیزستان ، قزاقستان ، ترکمنستان ) او ان په هند ، چین ، برما، نیپال ، بوټان ، بنګله دیش ، تبت او ټایلنډ کې رواج لري یو هم دخولې نسوار دي . ایرانیان یې په فارسی ژبه ناس بولي 

په افغانستان کې دپلخمري او پل مټک نسوار ډیر مشهور دي ، خو په پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې بیا د مردان ، بنو او کوټې نسوار ډیر مشهور دي

 نسواریان په عمومي ډول دنسوارو ډبلي او قوطۍ لري چې دډبلیو پر مخکینۍ برخه کې یې آئینې هم لګیدلي وي چې کله ناکله خپل مخونه هم پکې ګوري او کله کله یې دنسوارو پر دغو ډبلیوشنه او سره غمي هم لګولي وي . دوي به کورونو کې تفدانۍ یا دنسوارو دتوکولو آله هم ساتي چې بدبویونه ترې خیږي او په لیدلو یې دانسان زړه بدشي


نسوار دمخدره بوټي تنباکو یا تماکو نه ترلاسه کیږي یعنې دتنباکو شنې پا ڼې وچوي بیا هغه میده کوي اوټکوي یې او چونه ورسره ګډوي . څینې خلک نسوار په خوله کې تر خپلې ژبې لاندې ږدي اوځیني نوریې په کاغذي دسمالونو یا دتشناب دکاغذ په یوه برخه کې په خوله کې ږدي ا وددوی په اصطلاح دیوې لنډې مودې لپاره ځانونه دغم او اندیښنو دنړي نه لیرې ساتي 

په افغانستان کې پخوا نسوار په کورونو او یا د نسوارو جوړولو په دوکانونو کې جوړیدل ، خو نن ورځ دافغانستان په ډیرو ښارونو کې دنسوارو دجوړولوکارخانې شته او دافغانستان حکومت هرکال دنسوارو دټیکس او مالیاتو نه نهه ملیونه ډالره تر لاسه کوي . دیوې سروې له مخې چې تیرکال په پښتونخوا کې شوې وه دورخې ددوه کروړه پاکستاني روپیو ( کلدارو ) په بیه نسوارخر څیږي 


دروغتیا له پلوه نسوار خولې ، وریو او غاښونو ته ډیر زیانونه رسوي . داسې دیر کیسونه لیدل شوی دي چې دنسوارو داستعمال له وجې دخولې سرطانونه هم پیداکیږي اود نسواریانو له خولونه ناولی او متعفن بوی راوځي چې دخلکو دکرکې سبب کیدلی شي 

موږ په پښتو کې دنسوارو په اړه ټپې هم لرو چې یودوه پکې دا دي 

جانانه غم دي نسواري کړم

ترخي ترخي اوبه يي زړه ته تيرومه

آذان په ځنډ کوه طالبه

یار مې نسوار خولګۍ ته اوس ور اچوینه

(یاد)

By Latif Yaad. Pashto Blog about Naswar.

Topics Covered: What Is Naswar? History and making of Naswar. Pashto Tapa about Naswar.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso