Skip to main content

Paan. History and Uses Of Paan by Latif Yaad. Pashto Blog

 Paan. History and Uses Of Paan by Latif Yaad.

---------------

یادې له ځایه شونډې سرې دي

یا خودې پان دهندوستان خوړلي دینه

لا دنهم ټولګي زده کوونکي وم چې دهند په تاریخي کتابونو په تیره بیا دهند دپښتنو لودي او سوري پاچاهانو او مغولو په تاریخونو کې مې دپان دکلمې سره آشنایي پیداکړه چې پاچا هانو او وزیرانو به ترډوډۍ خوړلو وروسته خپلې خولې پرې خو شبویولې ، خو لیدلي مې نه و .دپان په اړوند معلومات په سمه توګه هغه وخت راته څرګند شو ل کله چې هند ته لاړم اوپان اودپانو دوکانونه مې له نږدې  ولیدل

پان چې دسنسکریت کلمې پانړه نه اخیستل شوی دی او موږ یې په خپل پښتو لیکدود کې پا ڼه لیکو په فارسي او عربي کې ورته تنبول ، تانبول ، تبول ، تامول او تمبول هم وایي په نني هندوستان ، پاکستان ، بنګله دیش او ان په میانمار ،اندونیشیا ، ملیشیا ، فلیپین ، ویتنام او تایوان کې هم کارول کیږي 

دپان په شنه پاڼه کې چونه ،تنباکو، بادیان ، ګل قند او یو ډول کلکه ماده چې سوپاري یې بولي اچول کیږي اوبیا په پاڼه کې تاویږي او خلک یې ژووي 

په هندوستان کې دلویدیز بنګال ، اندهراپردیش ، بیهار ، اسام او دبنارس دسیمو پانونه مشهور دي . کله چې پان په خوله کې واچول شي او وژوول شي نو خوله سره کوي او خوشبویه یې ساتي .

دپان ډیر استعمال غاښونه خرابوي ، خو ویل کیږي چې دهاضمې او همداراز دځینو ناروغیو لپاره ګټوردی .

زه به چې په هند کې میلمستیاوو او ودونو ته تلم نو پان به په لو یو پلیټونو او غوریو کې ایښودل شوي وو او تر ډودۍ وروسته به خلکوته ورکول کیدل

په هندوستان، پاکستان اوبنګله دیش کې په هره کوڅه کې دپانو دوکانونه شته او خرڅیږي او همدارازځیني پانونه په وړو زر ورقي کڅوړو کې هم خر څیږي . باید وویل شي چې په هندوستان کې دمسلمانانو اوهندوانو نارینه او ښځینه په عام ډول پان استعمالوي 

تاسو په لاندیني انځور کې دپانو پاڼې لیدلی شئ


Paan. History and Uses Of Paan by Latif Yaad. Pashto Blog about History of Paan and Its Uses by Latif Yaad.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso