History Of Tanooli Tribes In Pashto by Aimal Khan Gadoon.
تنوليان،سردار زبردست خان تنولی
د غزنويانو په زمانه کې د افغانستان نه دلته څو پښتنې قبيلې راغلې.غزنويانو پښتانه د جهاد په نوم ښه کارولې وو
د خپل جنګيالي هنر او مضبوطو وجودونو دپاره مشهور تنوليان هم دلته راغلل
دغه تناولي چې اصلي ټاټوبې ئې د غزني او پکتيا منځ کې د تنال دره ده او په همدې نوم ياد دي
چې کله دلته راغلل نو مردان سوابۍ بنيره پورې پراته وو دغه وخت دوي هزارې او د اباسين غاړو ته نه وو تللې.
دوي د پښتنو په کرلاڼي پښه ورګډيږي. ځکه دوي کې خالص تنولي ډېر ښکلې او سره سپين خلک دي او شنه سترګي او سره سري هم پکې شته
د قبائيلي جنګونو په وجه تنوليان د اباسين نه پورې اباد شو او داسې ئې هلته د ترکو سره جنکونه وکړل ترک مات شو او داسې دلته تنولي اباد شو تناول سيمه په دريو اولسوالو کې وېش ده کوز تناول هريپور کې د سين په غاړه تر دربند او بيا بره تناؤل مانسهره هن تر اګروره پروت دې.داسې ايبټ اباد کې شتې
ددوي د رياست بنياد امب کلي اباسين په غاړه کېښودې شو او د رياست نواب وټاکلې شو چې د هغه د دور عکسونه دلته تپلې شوې دي. خان فريد خان ،خان خانی زما خان ددغه رياست مشهور نوابان وو اوس وخت خان صلاح الدين خان چې شهزاده ورته وائي او لاندې ويډيو کې تقرير کوي د سيمې ياد سړی دی
تنوليانو کې د شملې اشر او غوبل رواج اوس هم شتې
ددوي وطن کې غير تنولي خلک هم اباد دي لکه سيدان،اعوان،عباسي وغپره خو اکثريت د تنولو دې
ددوي د رياست د مشرۍ ځاۍ امب وو او ژمي کې به نواب شيرګړه کې پاتې کېدلو
روستو دربند کلی ددوي کاروباري مرکز شو
ددوي سره شمال ختيز ته سواتي پراته دي او شمال لوئيديز ته داسې تر لرې شمال ختيزه ورسره يوسفزی قوم پروت دی
او جنوب ختيز ته ئې د هريپور هندکو ژبي او ختيز جنوب ته هم هندکې خلک پروت دې
د سين نه پورې وتلو په وجه اکثرو تنوليانو خپله ژبه هېره کړله خو روايات جرګه دستور ئې ټول د پښتنو دې
بيا بر تناول کې نن همدوي پښتو وائي کوز تناول کې دوي هندکو وائي بيا د دربند خوا ته تنولي دواړه ژبې وئيلې شي
ايبټ اباد کې هندکو وائي. بنير سوابۍ مردان کې چې کوم لږ شمير دي پښتو وائي
ددوي نواب صېب به پښتو وئيله او ځوی هم پښتو وئيلې شي لاندې ويديو کې تاسو کتې شئ
سردار زبردست خان تنولې تاسو دې يو عکس کې وينئ چې غشې ئې لاس کې دې لومړې عکس دې
دده نوم زبردست خان وو د قبيلې مشر وو په سخي صوبه خان مشهور وو چې ډېر سخي وو
او دده نه روستو خان پاينده خان خان خانخيل د قوم مشر شوې وو چې تنولي خپل مشر ته خان وائي
سردار زبردست خان د احمد شاه بابا خاص ملګری وو
او د پنحاپ په زېر کولو او د پاني پت په جنګونو کې د احمد شاه بابا سره ئې د خپلې قبيلې نمايندګي کوله
د خپلې ميړانې او زړه ورتيا په وجه به احمد شاه بابا د ته خاص اخترام لرلو او دې ئې ددغې سيمې د دراني سلطنت والي ګرځولې وو چې په خان مشهور وو
د پاکستان د نزول نه پس نواب صېب مجبور شو رياست تسليم شو او پاکستان د تنوليانو لښکرې د نورو پښتنو سره کشمير ته وليږلې
Tanauli Pashtun Tribes in Pakistan Lashkar To Raid Jamu and Kashmir in 1948.او داسې وطن زېر شو
نن ورځ د تناول تعليم يافته جينکۍ ښې فېشنۍ دي
بيا د بره تناول او دربند جينکۍ او ښځې ښې ډکې سپينې هم دي ددوي په سيمه د کرپليان کلي جينکۍ بيا ډېرې ښکلې دي.د هندي فلمونو ستوري فيروز خان سنجې خان په قام تنولي وو او د پلار نيکه ئې د غزني وو
ايمل ګدون
Topics Covered in This Pashto Blog
Tanwali Pukhtana Or Tanwali Pashtuns.
Rewaj, Pashtun Jirga, Lakhkar, Paktia Tanal Dara, Ghazni Tribes, Soba Khan Tanuli, Painda Khan,
Pashtun Tribes and Karlani Tanoli of Ghazni. Sardar Zabardast Khan and Ahmad Shah Baba. Amb Abaseen State Of Tanawali, Nawab Salah Hu Din of Tanawal.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.