Indian Muslim President Zakir Hussain Biography In Pashto.
Zakir Hussain. An Afridi Who became President Of India.
دهند پخوانی ولسمشر ارواښاد ډاکټر ذاکرحسین په اصل کې دهند داتهرپردیش ایا لت( سټیټ ) دقایم جنګ دسیمې اوسیدونکی اوپه خټه اپریدی پښتون و
نوموړی د۱۸۹۷ زیږدیز/میلادي کال دفبروۍ میاشتې په ۸ مه نېټه دهند په جنوب حیدراباد کې زیږیدلی و ،دی دآل انډیا کانګریس ګوند غړی او دانګریزی ښکیلاکګروپر خلاف یې ډیرې مبارزې هم کړې وې . دی دهند لومړنی مسلما ن ولسمشر و چې د۱۹۶۷ زیږدیز/میلادی کال دمی دمیاشتې له ۱۳ مې نیټې نه د۱۹۶۹ زیږدیز/میلادی کال دمی دمیاشتې تر ۳ نیټې پورې دهند ولسمشرو
ارواښاد ډاکټر ذاکرحسین د ۱۹۶۸ زیږدیزکال د جولای په میاشت کې افغانستان ته هم سفر کړی واو دکابل پوهنتون په ا دیتوریم کې یوه وینا هم کړې وه .همداراز ده په کابل کې دفخر افغان باچاخان بابا سره هم لید ه کاته کړي وو او دهند نه یې یو شمیر پښتو خطي نسخې هم له ځانه سره کابل ته وړې وې او پښتو ټولنې ته یې ډالۍ کړې وې
د ډاکټر زاکر حسین بل رور محمد حیسن پاکستان ته تګ غوره کړو او په کال ۱۹۵۱ کښی د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر پاتی شوی دی
ښاغلی ارواښاد ډاکټر ذاکرحسین د۱۹۶۹ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په دریمه نېټه په نوی ډیلي کې وفات شو او مزاریې دهنددپلاز میینې ډیلي دجامعه ملیه اسلامیه پوهنتون په انګړ کې دی ..
اروادې یې ښاده وي
Latif Yaad.
Pashto Times Info Blogs in Pashto.
Indian President Zakir Hussain, Notable Afridi.
Zakir Hussain was Muslim Head of The State in India. Zakir Hussain was from Afridi Pashtun Tribe born in Athra Pardesh Hyderabad State. His family was from Khyber Pukhtunkhwa. Dr. Zakir Hussain Afridi also visited Afghanistan and mer King Zahir Shah. In Kabul, Zakir Hussain Afridi also met Bacha Khan Baba
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.