Allergic Rhinitis Causes, Effects and Treatment Explained In Pashto
الرجېک رېنايټِس چې په عامه اصطلاح خلګ الرژي ورته وايي يوه ډيره عامه ناروغي ده. تقريباً په هرو پنځو يا شپږو کسانو کې يو کس ته پيدا کيږي. پدغه ناروغي کې د پوزي د ننه برخه د ګل له ګردې (د ګل د منځ ژيړبخونه ماده)، دوړو او ګرد، يا د ځني حيواناتو له پو ستکې چې وړې وړې زري د پخي پشان را جلا کيږي حساسيت لري او د پوزي په د ننه برخه کې د پاړسوب باعث ګرزي. دغه پاړسوب د زکام په شکل اعراض يعني پرنچل، د پوزي خارش او بنديدل منځ ته راوړي
درملنه
- د امکان تر حده له هغو شيانو څخه ځانونه و ساتئ چې تاسو ته دغه اعراض پيدا کوي
- د نهايي رقيق مالګوبي (0.9%) سوڼ کولو پواسطه د پوزي د ننه برخې مېنځل
- خلګ کولای شي Cetirizine او يا Loratadine درملو څخه استفاده وکړي. دغه درمل په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري
که مو اعراض له پورته درملنې سره ښه نه شول نو کورته نېږدې له يو ډاکټر سره مشوره وکړئ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.