Azeemullah Baba Of Swabi
By Farman Yousafzsi
د پښتنو محسن مو خاورو ته اسپارۀ....
په لیاقت باغ پنډې کښې په خان عبدالولی خان د ګولو باران کښې د خپل لارښود د ژوند بچ کولو په غرض د هغوي مخې ته اودریدونکې او دوه ګولۍ په خپله سینه خوړونکی ستر خدائی خدمتګار او د پښتنو محسن عظیم الله بابا هاغه دوه ګولې په خپله سینه کښې خوندی ګور له يوړې...😥
څۀ وخت چې يې د خان عبدالولی خان بابا په جنازه کښې د لیاقت باغ د پیښې د وخت د پنجاب وزیر اعلی اولیدۀ نو زما او لسګونونو خلقو په وړاندې يې ورته وئیل چې زما په سینه کښې هغه دوه ګولې لا نن هم پرتې دی او د انتقام اوور پکښې نن هم بل دې خو زما د لیډر جنازې له راغلې يې نو نن مې معاف کړې... یعنی د چا په سر چې يې په سینه ګولې خوړلې وې او بیا ټول عمر يې سینه کښې خوندی وې, هم د هغه جنازې له د راتګ په سر يې خپل هاغه دښمن هم معاف کړې و.
جنازه نن ماښام په یارحسین ضلغ صوابې کښې خاورو ته اسپارل شوه.
په جنازه کښې يې زرګونو خلقو ګډون اوکړو.
پخوانې صوبائی وزیر اول شیر خان ایډوکیټ ورته په قبر د خبرو په وخت خراج تحسین وړاندې کړو او د خدائی خدمتکار فورس غړو ورته سلامی اوکړه او په قبر يې ورته سور بیرغ خپور کړو.
الله دې د هاغه جهان ډيرې خوشالې نصیب کړی, او غمجنې کورنې ته دې صبر او استقامت ورکړی. آمین
فرمان يوسفزې
A Khudai Khidmatgar from Swabi Who Saved Wali Khan Life in Liaqat Bagh Rawalpindi. Azimullah Baba, A True Khudai Khidmatgar.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.