Car Lifters and Rubbers Are Active In Kabul Afghanistan. A True Story of Woman, Resident of Kabul City.
یوه مېرمن وایي :
له ناستې وروسته له هوټله ووتلم، د موټر کونجیانې مې ولټولې، په دستکول کې نه وې، د محفل ځای ته په منډه ورغلم هلته هم نه وې!!
ژر رایاد شول چې په موټر کې مې پریښي دي، خاوند راته څو ځلي ویلي و چې کونجیانې په موټر کې مه پریږده...
خو ما ټینګار کاوه چې موټر یې ښه ځای دی، نه ورکیږي، خو هغه ویل، په اسانۍ به درنه ډېر ژر غله موټر یوسي!!
په منډه د موټر تمځای ته لاړم،
وارخطا شوم، مېړه مې سمه خبره کوله....
تمځای کې موټر نه و!!
ژر مې پولیسو ته خبر ورکړ، خپل نوم او د موټر نښې مې ورکړې، دا مې هم وویل، کونجیانې رانه موټر کې پاتې وې ..
وارخطایی مې زیاته شوه، خاوند ته مې زنګ وواهه، په بنده ژبه مې ورته وویل" ګرانه"
عادتا ورته زه په "ګران" غږ نه کوم، خو په دغسې وختونو کې یې بیا ورته کوم.
" ما نه کونجیانې موټر کې پاتې وې، موټر رانه چا پټ کړ"
یوه شیبه چوپتیا شوه، فکر مې وکړ چې زنګ قطع شو، وروسته یې غږ راغی، په غوسه یې راباندې چېغه کړه:
،"نن خو ما هوټل ته بوتلې !"
اوس د دې وخت و چې باید چوپه شم... خجالته شوم ورته مې وویل "ښه ښه ، کولې شې چې راپسې راشې؟".
بیا یې چېغه کړه: " در به شم خو چې یو ځل دې پولیس ته قناعت ورکړم چې ما ستا موټر نه دی پټ کړی ." ...🙂
منقول
Pashto Times.
Pashto Story Of A Kabul Married Woman Whos Car Rubbed. Car Lifters Gang Active in day Light in Kabul. Car lifters Story and Law in order situation in Taliban Govt.
Just For Fun.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.