Communist Party Of Cuba. Pashto Info Blog.
د کیوبا کمونیست ګوند(PCC):
په ۱۹۵۹ میلادي کال کښې فیدل کارسترو او د هغه ملګري انقلاب ته لار هواره کړه او په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د کیوبا مشري د کمونیست ګوند په غاړه واخیست او له شوروي اتحاد سره یې خپلې اړیکې پراخې کړي. له دې وروسته د امریکا متحده ایالاتو له کیوبا سره هر ډول سوداګریزي اړیکي وشلول. کله چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو، نو کیوبا اړ شو، چې د خپلې سوداګرې لپاره نوي لارې وموندي، نو په دې برخه کې یې له چین، وینزویلا او بولیویا هیوادونو سره خپلې اړیکي پراخې کړي.
د کیوبا کمونیست ګوند شاته یو ستر تاریخ پروت دی، چې دوی څه ډول دغه ګوند جوړ کړ او په څه ډول یې انقلاب ته لاره هواره کړه؟ د دې ګوند مشري فیډل کاسترو کول او چه ګوارا یې تر ټولو فعال غړی وو. د اکتوبر له انقلاب وروسته په ټوله نړۍ کې د سوسیالیزم ریښې وغځېدل. په هر ځای کې د حکومت خلاف ستر- ستر پاڅونونه وشول، چې هندوستان، کیوبا، ویتنام، آرمنیا، بلغاریا، افغانستان او چین یې ښه بېلګي دي. د PCC ګوند غړو د هیواد د خپلواکۍ او د کمونیستي ټولنې د رغولو لپاره ډېري هڅې وکړل. چه ګوارا د خپل یاداښت کتابچه کې د هرې ورځې د لاسته راوړنو په اړه هره وړه خبره لیکلې ده. چه ګوارا لیکي« چې موږ ټول سل کسان وو او د هیواد د خپلواکۍ لپاره مو خپله مبارزه ورځ تر بلې ګړندې کړه. په دې برخه کې مو ډېري سختې ورځې ولیدې، په غرونو او څمڅو کې اوسیدلو، تر څو د حکومت له جاسوسانو څخه لیري خپلو پلانونو ته عملي جامه ورکړو.» د ګوند هر یو غړي خپل کارونه په ښه توګه سرته رسول او ورځ تر بلې زموږ جبهه پراخېدله. هغه وو، چې له انقلاب وروسته مو وکولای شو، چې د هیواد ټولې چارې په ښه پلان سره مخته یوسو. دوی په انټرنشل باندې باور درلودل.
د کیوبا کمونیست ګوند وکولای شو، چې له یو ستر انقلاب وروسته په هیواد باندې له هر ډول سوداګریزو فشارونو سربېره د هیواد سیاسي- اقتصادي او ټولنیز نظام په ښه توګه منظم کړي. نن هم په کیوبا کې د حکومت مشري کمونیست ګوند پر مخ وړي. د فیډل کاسترو له مړینې وروسته، د کیوبا د کمونیست ګوند مشري راول کاسترو په غاړه واخیست.
یاد ګوند له پیل څخه د مارکسیزم-لنینزم او اسټالنیزم لار تعقیب کړې او پرمخ به یې وړي. تل یې د کارګرو او بزګرو لپاره کار کړی او کوي به یې. د کیوبا هیواد نن له نړۍ سره ډغري وهي، ځکه ښه اقتصادي نظام لري او چاته اړ نه دی
By Haqiqat Facebook Pashto Page. Ghorzang Attal. Fidel Castro Of Cuba, Pashto Article about Communism and Cuba Communist Party.
Communist Party Of Cuba. Pashto Info Blog
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.