Da Pekhawar Ranguna Tool Savi di by Saud Bangash
د پېښور رنګونـه ټول سوي دي
د بـاجـوړ ګلونـه ټول سوي دي
د سخا بارودو په لمبو کې خدایه!
د سپېلنو دښتونه ټول سوي دي
ګوتې مې پرې دي په ژړا ولاړ یم
زمـا د رباب تـارونه ټول سوي دي
زه ورتـه ګورمه پـه ډکـو سترګو
ستا د تندي خالونه ټول سوي دي
زمـا د ښکلې پښتونخوا د جونو
په سر پـراته شالونه ټول سوي دي
کلي کوڅو کې د ټانکونو شور دی
خوږه خوږه خوبونه ټول سوي دي
خدایه! د ستا سپېڅلی کور سوی دی
ستا د کتاب مخونه ټول سوي دي
سولې مارغان سعوده! مړه پراته دي
د شنو ښاونو ښاخونه ټول سوي دي
سعود بنګښ
۱۶/۱۲/۲۰۱۴
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.