Facts Are Facts
لیکوالې أحلام مستغانمي په نارینو بریدونه وکړل، مېرمنې یې له نارینو ویرولې، خو خپله یې 4 ځل واده وکړ
مشهور عربی شاعر محمود درويش په خپلو شعرونو کې اسرائیل زیات وغندل، خو معشوقه یې اسرائیلۍ وه....
عربي مشهور شاعر متنبي د ځان په مدحه کې ویلی و چې شپه، اس، قلم، کاغذ، توره او صحرا مې پېژني، خو چې له دشمن سره مخ شو، بې زړه شو او ووژل شو...
ډيل كارنيګي ( Dale Carnegie ) مشهور كتاب ( انديښنه پریږده، ژوند پیل کړه) ولیکه، خو بیا یې خپله ځانوژنه وکړه.
جون جاك روسو د روزنې او تربیې په اړه ډېر کتابونه ولیکل خو خپل بچي یې یتیم خانې ته وسپارل .
په پای کې به لاندې تصویر کې ووینئ 👇 چې په 86 نړیول جام کې د مارادونا په کمیس لیکل شوي"د نشې لپاره نه دی"
د ميشل پلاتيني په کمیس لیکل شوي چې "د فساد لپاره نه دی"
وروسته مارادونا په نشیې توکو روږدی شو او میشل پلاتیني مفسد شو..!!
هر څه لوله خو هر څه مه باروه.
نړۍ ډېره دوکه بازه ده
Pashto Times. Pashto Blogs. Interesting Facts
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.