Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Ghazal, Abdul Hamid Momand
☆عبدالحميد مومند☆
◇د عبدالحميد مومند ديوان
♡غزل
هسې يم د يار له غمه پۀ ضرور
لکه سوی اورلړونی د تنور
چې هرګز لۀ اوښو وينو نه وچيږي
معلوميږي چې مې سترګې شوې ناسور
هر ساعت شمه راکيښ دار و سنګسار ته
محبت دې قايم مقام کړم د منصور
په دربار مې د بې قدره دلبرانو
نشته قدر د مريی او د مزدور
خدای يې نۀ کا ګنې اچوي شوخ چشم
هر ساعت په ملايکو کې فتور
زر پۀ زر به يې سياهي د خط پښيمان کا
دا د مخ پۀ روښنايی باندې مغرور
د ريا پۀ زهد مۀ غوليږه زاهده
پۀ کار نۀ راځي د وينځې زوي و لور
څو چې واغوندي حميد° خلعت د وصل
ترې وکاږي يې فلک پۀ وينو سور
○فرهنګ:
●ناسوړ: نۀ جوړېدونکی پرهر
●ضرور: مجبوريت، ناکامۍ, احتياج
●مريی: غلام
●فتور: ګړبړ، خلل، فساد، فتنه
●خلعت: خلات, جامې
: Hameed Baba, حميد بابا
#حميدمومند #پښتوادب #پښتوشاعري
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.