Wali Khan and Ghani Khan.
How Wali Khan Collected And Preserved Ghani Khan Writings
اوښيار ورور هم خوند کوي
تېر کال چې کله اسلام اباد نه پېښور ته لاړم نو په پېښور کې زما لومړی ملاقات د هشنغر یو سپين ږیرۍ سره وشو ، ما سره یې وعده کړې وه چې وینو به یو ځل ، ما سره وخت کم وو يوازې دوه ساعتونو دپاره مې يو هوټل ته راوباله چې يو څو پوښتنې ورڅخه وکړم ، د پوښتنو دوارن کې هغه د غني خان او د ولي خان په اړه يوه کيسه راته وکړه، دا کیسه مې مخکې هم اورېدلې وه خو پوره نه
هغه مشر کیسه کوله ويل یې
غني خان په اخر وخت کې ډېر زیات ناروغه وو ، هر چېرته به چې کېناست نو لیکل به یې پيل کړل ، لیکل نه وروسته به یې هغه پاڼه وشلوله او خپل موټي کې به یې ټينګ ونیو او موټي ته به یې زور ورکړ او ایسته به یې هغه کاغذ ګوزار که . داسې برېښېده چې د ژوند حقیقت ته نور هم ژور ورښکته شوی وو داسې ښکارېده چې څه ویل غواړي خو څنګه یې بیان کړي، ټولنه ته یې غوسه ورتله چې دا څنګه پوه کړم .
ولي خان خبر شو چې دا هر چېرته خپل لیکنې غورځوي ، ولي خان لکه جاسوس ده پسې شو او هر چېرته به یې چې کاغذ وغورځاو نو ولي خان به بېرته راوچت کړو او خپل جيب کې به يې واچاوو .
ډېرې لیکنې یې ورکې شوې او څه نا څه ولي خان راټولې کړې
څه موده بعد ولي خان يو خطاط راوغوښت او ورته يې هغه شلېدلي کاغذونه ورکړل چې خطاطي شکل کې یې ښکلی ولیکي
کله چې خطاط راغی او لیکل يې پيل کړل نو دې دوران کې خطاط به هر لس منټه کې لاړ اودس به يې وکړ او بيا يې دوه رکعته لمونځ وکړ ، دوه ځلې يې داسې وکړل دريم ځل چې کله بيا پاسېدل لمونځ اودس ته نو ولي خان ته غوسه ورغله او ورته يې اوويل چې دا تا څه شروع کړي ؟. دا دریم ځل دی چې ته بې وخته لمونځ اودس کوې اوس خو د سهار لس بجې دي لااو ماسپښين لمونځ ته بلا ټيم شته هسې موږه هم ګناه ګار کړې او ته هم له کار نه ځان پټوې. کار کوه کار.
خطاط ورته په ځواب کې اوويل ، کشر خان مشر خان ډېر زيات کفريات ليکلي نو ځکه دوه رکعته لمونځ او بیا ورسره ورسره توبه اوباسم
ولي خان کټ کټ په خندا شو ويل یې ظالمه دا ملغلري دي چې دا ته يې ليکې .
خطاط ورته اويل څه دي کشر خان ؟
ولي خان ورته اوویل څه نه ، بې غمه ليکل کوه ګناه يې زما په غاړه.
Mirwais Afghan
ميرويس افغان
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.