Genre. Pukhto Ghazal, Pashto Ghazal.
Type. Inqilabi Ghazal.
Poet. Saud Bangash
څوک يې مني که نه مني، یو انقلاب بـه راځي
زه يې کومه پیشګويي، یـو انقلاب بـه راځي
د لـوی بابا بچي بـه خامخا کېني یـوه ورځ
د لـوی بـابـا پـه نغري، یـو انقلاب بـه راځي
د هندوکش ولاړ نبضونه به حرکت کې راشي
ګرده نـړۍ بــه لــړزوي، یـو انقلاب بـه راځي
دا غـلامــان، دا بې ضـمـيـره، او ذليل وګـړي
بــه له بــادار ازادوي، یــو انقلاب بــه راځي
د لـوی هېواد هغه لـرغـونې او رښتونې نقشه
به خدای پر ځمکه لګوي، یو انقلاب به راځي
یوه بدمسته لېونۍ سېلۍ بـه وړي ځان سره
دا شیطانان ټول عالمي، یـو انقلاب بـه راځي
د هـر بـادار په کپرۍ کې بـه سعـوده! پښتون
د خپلواکۍ سره شراب څښي، یو انقلاب به راځي
سعود بنګښ
Saud Bangash
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.