Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai.
Poet. Mumtaz Orakzay.
Nazam. Nizar Yousafzay
ښـــــــه!! نو دا نـــــظاره پاتې وه نظاره
چـې ته مړ يې زه دې سانده وايم ياره
ښــــه نو دا نــــــــظاره پاتې وه نــظاره؟
زه درګـــــــــــــــورم او تا ټق اوچول اناره
ښـــــــــه نو دا نظــــــاره پاتې وه نظاره؟
چــې به دومره زر لاس اخلې له خماره
ښــــــــه نو دا نظــــــــاره پاتې وه نظاره
چـــــــــي اهنګ به جدا کيږي له دې تاره
ښـــــــــــــــــه نو دا نظـــاره پاتې وه نظاره
چې مختار به لاس په سر شي له اختياره
ښـــــه نو دا نظــــــاره پاتــــــــــې وه نظاره
چــــــــــې بلبل به مستعفي شي له چغاره
ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره
چـــــــــې به جام هم انکاري شي له خماره
ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره
چــــــــــــــــــــې يو ګل به مرور شي له بهاره
ښـــــــــــــــه نو دا نظاره پاتـــــــې وه نظاره
چـــــــــــــــــــــې ټپه به وي بغير له يکه ځاره
ښـــــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره
چې به ته کفن کښې پټ شې سم د واره
ښــــــــــــه نو داسې خو څوک نکوي دلداره
په ترتيب د دې جـــــــــــــــهان ده هره چاره
ښــــــــــه نو داسي خو څوک نه کوي سړيه
لـــــــــــــــــــکه ته چې يو دم اوځې له مداره
ښـــــــــه نو ستا خوښه لالا ،زه به څه وايم
اخـــــــــــــــــــتلاف دی بې معنې له کردګاره
ځــــــــه ورځه دوهم بې شکه درپسې يم
کـــــه مې خدای کړي دا کاڼيزه لاره هواره
بس يو ځل ممتاز ته او وايه منتازه!!!!!!!!
نور په خـــدای سپارلی ښکليه شهسواره
Pashto Times.
Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai.
Poet. Mumtaz Orakzay for his Close Friend Nizar Yousafzai on his death. Nizar Yousafzai Of Shah Mansoor Swabi Breathed his last today on 9 December 2022.
Who Was Nizar Yousafzai?
A Senior Shamashad TV Reporter, Pashtun Vetren Journalist Based In Dubai UAE. Nizar Yousafzai a seasoned Compare, Host, and Producer belonged To Shah Mansoor Swabi KP.
Nazam. Nizar Yousafzay
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.