How To Be Positive about Others. Pashto
1
یوه ښځه ټکسي چلوونکي سره د مخ په سیټ کي کښېناسته، په داسي حال کي چي د شا څوکۍ تشه وه
2
یو سړی د مسجد مخته تیریږي، جماعت ولاړ دی، مګر لمانځه ته نه ور ګرځي.
3
تاسو د یو چا مخ ته تېریږئ، سلام ادا کوی، مګر هغوی ستاسو د سلام ځواب نه درکوي.
1
ښځه چي د ټکسي چلوونکي سره کښېناسته، خپله مېرمن یې وه
2
د مسجد له مخي تېرېدونکي سړي، بل ځای لمونځ ادا کړی و
3
ښايي هغه کس ستاسو د سلام بیخي اوریدلی نه وي.
یو بزرګ ویلي دي: که زه یو څوک په داسي حالت کي و ګورم چي له ږیري یې شراب څڅيږي، نو زه به داسي ګمان وکړم چي بل چا شراب دده پر ږیره ور پاشلي دي
او که یو څوک ووینم چي د غره پر سر ولاړ او دا چغه وهي ( انا ربکم الاعلی) زه ستاسو ستر رب یم. نو زه به داسي ګمان وکړم چي هغه د قران کریم تلاوت کوي
ابن قیم رحمه الله فرمايي: انسان د خپلو کړنو اړوند نیتونه نسي کچ کولای، مګر لګیاوي د نورو د نیتونو په اړه پریکړي کوي
اکثره وخت موږ د عمل یوازي یو اړخ ګورو، د کیسې دوهم (مثبت) اړخ هم و ګوري، څو د خلکو حق تلفي و نسي
د نورو سره مو اړیکي باید تل په نېک ګمان وي
ژباړه: احمدشاه پاڅون
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.