Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem. Pukhto Nazam da Ghani Khan Baba.
کيسه زما ستا
لېونۍ د ګلو لښتې
دلته ستړي ځناور!
ته د مينې تاج او تخت يې
زه شمکور غوندې نظر
دې د ورکو په دنيا کې
ته د حسن مقام ګورې
د صحرا په تور ځيګر کې
د ګلونو انجام ګورې
دا ستا زړه لکه د شمعې
په دې خپله رڼا ګورې
تاته ياد د ګوډۍ ټال دى
ما ته کندې تيارې تورې
تا ته هر ساعت د ژوند
کله ګل او کله ستورى
د قسمت ناترسه سترګې
تاته ګوري ما ته ګوري
زه د تورو تيارو جوړ يم
ته د سرې سپينې رڼا
زه غمګين د غم تصوير يم
ته د نور او رنګ کيسه
زه يم ظلم د ظلمونو
ته د رحم انتها
ما ته ټولې کيسې خاورې
د پرون او د سبا!
تاته سور رنګين بوستان دى
ماته تور د غم صحرا
ته په خپل سرور کې ورکه
زه تالا د خپل جنون
ته همه سبا سبا!
زه همه پرون پرون
ته ليلا له ليلا ښکلې
خو زه نه يمه مجنون
ته مجنونه جوار کړه
ما کې نشته دى جنون
اې ليلا ته ښکلى ګل يې
او زه يخ او تش خزان
ته د مينې امتحان!
زه د حسن امتحان
ته د مينې سور اميد
زما هوش سزا سزا
دا کيسه د ګل او زوز
دا کيسه زما او ستا
#غني خان
مست غني ملنګ غني : مخ ګڼه (258)
The Legend Great Ghani Khan
يادونه : دغه نظم تر اوسه په يو کتاب کې هم نه دى چاپ شوى (پروفيسر ډاکټر محمد زبېر حسرت)
Pashto Times, Ghani Times, Ghazal Zaar.
Qessa Zama Aw Sta. Ghani Khan Pashto Poem. Pukhto Nazam da Ghani Khan Baba.
کيسه زما ستا
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.