Reaction To Mehmood Khan Achakzai Speech In Taliban's Supports. Mehmood Achakzai Said Today that Taliban Are Sons Of The Soil.
By Aimal Khan Gadoon.
محمود خان اچکزئ په ښکاره د تخريک طالبان دفاع وکړه او هغوي ئې د پښتون قام برخه وګرځول.
زه خو د پخوا نه دا وايم چې دا خلک د پنحاپ ايجنسو په تاسو کېنولې دي
دوي ته باقاعده تنخواګانې ورکول کيږي
په دوي او فضل رحمان کې هېڅ توپير نيشتې
تخريک طالبان چې ستا د قام برخه ده نو دا جوړ کړې چا دي؟
بيا خو ته هم د اي پي ايس د ماشومانو په قتل کې شامل ئې
بيا خو ته هم د اويا زره پښتنو په قتل کې شامل ئې
بيا ته هم د عثمان خان د قاتلانو ملګری ئې.
په تا او احسان الله احسان کې فرق څه شو؟
دا سړی ايجنسيانو کېنولې دې دې که اوس د ايجنسو مخالفت کوي نو لکه د سميع والخق کار ورسره کوي
د وليباغ د اسفنديار د ګلستان د محمود خان د ډيرو د فضل رحمان د دير سراج والخق او د احسان الله احسان منځ کې هېڅ توپير نه وينم
ترهګرو پښتانه وژلې دي
دوي ورله جرمونه پټ کړې دي
تاسو ته به ياد وي چې
هغه وزير خپله ووئيل چې مونږ د نېشنل کسان په ايجنسو وژلې دي مونږ دا اقرار کوو
اسفنديار ترې په دې خفه شو چې تا ولې داسې ووئيل
رازونه دې ولې ښکاره کړل
ياد ساتئ پښتون يو بې اعتباره خود غرضه قام دې
په هر دور کې ددوي قاتلان او غداران ددوي خپلمنځ کې وي
نن پنحاپ ته کنزل وکړئ خپلې کمزورۍ پټې کړئ
سبا بل بادار باندې د خپلو کمزورو پړه اچوئ.
د پاکستان او افغانستان د نورو قومونو دا غټه بد بختي ده
چې د پښتنو پشان بې وجدانه بې تهذيبه غله خود غرضه
او ترهګر ئې وطندار دي
همدا پښتانه دي چې ملا او خان ته ګډا
فوځ ته ګډا عمران ته ګډا
يعنې د بې غيرتۍ او بې ننګۍ کوم داسې کار دې چې پښتنو نه وي کړې؟
د ګوتو په شمير که څو کسان شپيته مليونه پښتنو کې ښه شي نو هېڅ معنې نلري.
د پښتون د لاسه دا ټوله منطقه په اور کې پرته ده
چې پاکستان نه وو همدغه غدارۍ وې که سبا له پاکستان نه وي همدغه حال به وي.
نه امريکه ګرمه ده نه پنجاپ نه روس او نه ايران.په هر دور کې به پښتنو کې داسې خلک پېدا کيږي
هر هاغه پښتون شرميدلې رسوا شوې او ذليله شوې دې
چې د پښتنو د خق خبره ئې کړې ده او دوي ته مخلص وو
هر غل غدار او وطنفروش ددوي مشر او اتل دې.
د عقل خاوند که د پرون امان الله خان وو يا د نن غني دوي زغلولې دې سپک کړې دې
چې د ګورګين خان عسکرو به ورله د ښځو پرتوګونه شلول
ننګ پرې ميروېس خان وکړو ځوی محمود ئې ايرانيان تر اصفهانه وزغلول
همدا بې غيرته پښتانه وو چې هاغې مخمود سره ئې غداري وکړه او هغه ددوي د لاسه ليونی شو
د پېسو دپاره ئې د شاه زمان خان نه سترګې وباسلې.
د خوشال خان مړې ئې ښخيدو ته خپل کلي نه پرېښودلو.
نجيب ئې د کابل په لارو کې راښکلو
د يو قام تاريخ چې داسې وي په دې شرم پکار دی خو شرم هم حياناک خلک لري
د پښتون د شرم سره څويمه ده؟
ايمل
Pashto Times Tags
Reaction To Mehmood Khan Achakzai Speech In Taliban's Supports. Mehmood Achakzai Said Today that Taliban Are Sons Of The Soil. Who Supports Taliban. Pashto Blog article about Mahmood Khan Achakzai bayan about Taliban.
By Aimal Khan Gadoon
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.