Sahib Shah Sabir. Noor Me Da Stargo Khwaghedo Sook Di. Pukhto Shayer 2022
نــور مې د ستـرګو خوږېدو څــوګ دي
زمـــا بغــېر ستا دبڼـــــو څــــوګ دي
زمــا د زړه پــه اور کـې زه دېــره يـم
پــه ما د زړه د ســــوزېدو څـــوګ دي
زمــوږ د شپې شوګيرې هسې عادت
ګنــې زمــوږه د راتلـــو څـــــوګ دي
دلــته کې هر سړى خپـل غم اخيستى
دلــته د بـل د غـــم د وړو څــــوګ دي
لا خــو دې نــه ګيږي بــــاران د ميـــو
لا د نشې څـوګ دي د څښو څـوګ دي
د منـــزل نښې تــه به څـــوګ ورسي
پــه ګرانــو غرونـــو د ختــو څـوګ دي
صابره مـــوږ د ژونــده څــه خبـر يـــو
مــوږ ته د دې کتـاب لوستــو څـوګ دي
صاحب شاه صابر 🍁
_Awwww 🍂
Sahib Shah Sabir. Noor Mi Da Stargo khwagedo Sook Di. Pashto Poetry
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.