What Is sciatica Nerve?
How To Treat Sciatica Nerve Pain? Pashto
عرق النساء
د یو ډېر کړوونکی درد دی چې د لګن له هډوکی پیل او د یو ورون تر وروستۍ برخې پورې امتداد لري او ډېر کم په دواړو ورنونو کې هم پیښیږي. د درد منځنی د ملا د تیر له لاندینۍ برخې څخه سرچینه اخلي او د پښې تر ګوتي پورې سرایت کوي، چې دې ته عرق النساء
sciatica Nerve
ویل کېږي
Symptoms Of Sciatica Nervd. Pashto Info
نښې_نښانې
د ناروغ یوه پښه سر تر پایه ډېر سخت درد کوي، ناروغ ترې ګرځېدای نه سي او په خېټه ځان څکوي، درد دومره سخت وي، چې ناروغ ترې چغې وهي او کله کله چې په پښو حرکت کږي په یوې پښې زور نه سي کولی او ګوډ ګوډ ځي
له ډېر درد څخه پرې ځینې کسان داغونه لګوي او پر پښو یې د اور سکروټې ږدي، چې له دې ناقصي درملنې سره ډېر کسان په دیمي ګوډوالي باندي اوړي
Causes of Sciatica Nerve Pain. Pashto Info
اسباب
د درد په پښه کې د څه تومور سته والی، چې د هغې په ذریعه کوم عصب اغېزمن کېږي، د ملا د تېر په مهرو کې څه خرابۍ، ډېره موده تنګې جامې اغوستل او په لمده ځمکه ناسته، په روماتېرم، نقرص او داسې نورو ناروغیو ډېره موده اخته کېدل.
درملنه
ناروغ ته
Inj. Neurabion او
Inj. Ergopyrine
هره ورځ یو یو امپول په عضله کې پیچکاري کړئ او تر لسو ورځو پورې دوام ورکړئ. په همدې توګه ناروغ ته
Inj. Triredesol
۱ سي سي په موضعي توګه. ناروغ ته
Tab. Diagesic
او یا
Tab. Diclofenac 50 mg
د ورځې درې دانې ورکوئ، که د درد افاقه ونه سوه، د جراحي عملیاتو مشوره ورکړئ.
Pashto Times Health Blog. Medical Info Blog.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.