World Dense Date Garden In Qaseem Saudi Arab. Suliman Ar Raji Dates Garden with 2 Millions Dates Trees In KSA
د خدای لاره
دا د سعودي عرب د قصیم په نامه یو ښار دی دا باغ چي وینی دا د خورما دی دلته زیات وکم ۲۰ شل لکه د خورماو درختي ولاړي دي او دا باغ یو تجار د خدای په لاره کي وقف کړی دی ...
د دي باغ ۴۵ رقم خورماوي دي دا باغ د نړی په سطحه غټ باغ دی ...
د دي باغ ټول امدن د دنیا پر مساجدو او د حرمین شریفین د روژه مات پر څرخان خرسیږي ...
دا باغ د سعودي عرب د امیر او مالدار ترین شخص سلیمان الراجحي دی چي هغه د خدای د مخلوقاتو د پاره وقف کړی دی ...
سلیمان الراجحي د ډیري غریبي کورنی غړی وو هغه به سهار مکتب وایه ماښام بې د خلګو بوټونه ور پالیش کول یوه ورځ په مکتب کي استادانو اعلان وکړ چي هر شاګرد به لس لس ریاله د ځان سره راوړي تر څو موږ تاسو ته د امتحان بعده یو پروګرام ونیسو سلیمان چون ډیر لایق وو خو د غربت له وجي یې د مکتب څخه زړه مات سو یوه دوي ورځي غیر حاضر سو کرار یې یو فلیستنی استاد کور ته د پوښتني ګرویزني د پاره ورغلی سلیمان ورته وویل ول زه لس درهمه نسم پیدا کولای کرار استاد نغد چغد لسی ورکړ سلیمان ډیر خوشحاله سو په امتحان کي اول لمبر راغلی
کرار د وخت په تیردو سره سلیمان د جدي ښار ته منتقل سو هلتي یو دوکان خلاص کړ او په هغه دوکان کي د حوالو کار شروع کړ کراکرار سلیمان د سعودي امیرترین شخص جوړ سو .....
سلیمان الراجحي یوه ورځ خپل د هغه فلسطیني استاد په تلاش پسې ووتی کم چي ده ته د درهمو لسی ورکړی وو هغه یې پیدا کړ ډیر د غرابت ژوند پر تیریدی کرار یې ورته وویل ول زه ستا هغه شاګرد یم چي تا ماته د درس ویلو زمینه برابره کړ رازه ستا پر ما قرض باندی دی غواړم هغه درته واپس کړم استاد هک پک حیریان سو چي زه د خدای غریب یم زما پر چا قرض ندی باندي خو سلیمان ورته جدی سو او مخ د جدي پر خوا راوان سوه ....
سلیمان یوه کور او یوه موټر او په زیمن کي د استاد تر مرګه پوري د هغه او د هغه د کورنی نفقه پر غاړه واخسته ...
د فلسطینی استاد په سترګو کي اوښکي راغلي ول د لسو درهمو ګټه دونه زیاته ده...؟
سلیمان ویل ول که تا هغه لسی نه وای خرابات کړی اوس به زه هم دغه ځای ته نه وای رسیدلی ....
الله متعال داسې احسان شناسه خلګ هیڅکله نه خواره وي .
په ۲۰۱۰ سلیمان الراجحي خپل د میرمنو او بجیانو ټول حق ور تقسیم کړ د ده په حصه کي چي څونه پیسې راغلي د هغو اندازه ۶۰ ارب ریاله وه سلیمان ټولي پیسې خیرات کړي اوس د حرمینو شریفینو جارو کوي .....
ژباړه د عربې معلوماتو څخه البته زما په ګوتو
By Muhammad Shireen Karimi
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.