Skip to main content

Amir Hamza Khan Shinwari Biography In Pashto. Life And Works Of Hamza Baba

 Amir Hamza Khan Shinwari  Biography In Pashto. 

Who Was Baba E Ghazal Of Pashto?


د پښتو غزل پلار حمزه بابا

ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه


لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز


نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی



ارواښاد امير حمزه خان شينواری د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني ګڼلی شي نازولی ځوی دی


ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډيکوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توګه بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده 


بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤٠ زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ((ليلا مجنون)) د کيسې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې



داسې مالومېږي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شاعر وه او په هماغه کم عمر يې د شعر په ليکلو لاس پورې کړی و. کله چې حمزه بابا په پينځم ټولګي کې وه نو ارواښاد مولانا عبدالقادر (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) په اتم ټولګي کې وه. داسې وييل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه بابا خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. دا خبره پخپله دا په ثبوت رسوي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شعر او ادب سره مينه درلوده. خو په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه مرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وه.پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعرۍ ته ځانګړی مقام حاصل دی. د هغه شاعري ته د زړې او د نوې شاعرۍ يو ګډون ګڼل کېږي.


 هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار څارلې او بيا يې د په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې. په همدې توګه ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه ورپېژندلي او د خپل د وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی او په همدې خاطر ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. حمزه بابا د ١٣٠٠ نه هم ډېرې غزلې ليکلي دي او کليات يې په څلور ټوکو کې خواره شوي دي. خو د حمزه بابا د شخصيت رڼا يوازې غزل پورې محدوده نه ده. د حمزه بابا په نظم هم پښتو ژبه تل د ننګه غړۍ ګرځي. حمزه بابا د ٢٠٠ نه زياتې نندارمې (ډرامې) ليکلي دي چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوي دي 


ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې رنګارنګې تحقيقي ليکنې او مقالې هم کښلي دي، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي چاپ شوی. حمزه بابا د شلو نه ډېر پښتو کتابونه او څه د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه هم ليکلي دي.


حمزه بابا په ١٩٣٠ زېږيز کال کې تصوف ته مخه کړې وه او خپله به يې په دې هکله داسې وييل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم. او پخپله نه وم راغلی راښکلی شوی وم ورته. خو چې راغلم نو داسې وه لکه چې ما خپله ورکه لار بيامونده. حمزه بابا د چشتي طريقت لاروی وه. حمزه بابا اجمير شريف ته هم په دغه زمانه کې تللی وه او د تصوف خوندونه يې ليدلي وه 


د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وه او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب په ١٩٥٣ کې په حق ورسېدلی وه او حمزه بابا يې يادونه د تذکره ستاريه په نوم په ١٩٦٩ کې په اردو ژبه چاپ کړې وه. د حمزه بابا ادبي مطالعه ډېره زياته او پخه وه او د ادبياتو يو پوهنغونډ وه


 حمزه بابا د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال کې اردو ژبې ته اړولی وه. په ١٩٣٧ کې پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) هم د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي او دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې او په همدې توګه به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول او د دغې ټولنې د ډېر لوړپوړو شاعرانو، اديبانو تربيت هم کاوه. داسې مشاعرې به د رحمن بابا په هديره هم کېدلې او د په لومړي ځل يې په ١٩٤٠ زېږيز کال کې د خپل د يو ليکل شوي غزل په اورولو سره د غزل د بابا تاج ترلاسه کړ. د هماغه غزل يو شعر يې داسې دی


تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي

بـيـا حــبشو پـه کــعـبــې تـړلــی لام دی

#پښتونیات



Amir Hamza Khan Shinwari  Biography In Pashto. Hamza Baba, Baba E Ghazal Of Pashto Poetry. 


Pashto MCQs About Hamza Shinwari Baba.

Hamza Baba Was Born In Lawargi Landi Kotal Khyber. 


Hamza Baba Belonged To The Ashraf Khel clan Branch of Shinwari Pashtun Tribes

Amir Hamza Shinwari was Born in 1907.

Hamza Baba Father Name Was Malak Meer Baaz Khan Shinwari.

Amir Hamza Shan Shinwari died in Feb 1993.

Hamza Baba Left school when he was in class 9 In Islamia Collegiate School Peshawar.

Hamza Baba had the honor of script and songs writer of ever first Pashto Film Laila Majnoon.


Laila Majnoon Was First Pashto Film produced In 1941.


Laila Majnoon Pashto Film was produced In Bombay British India


Amir Hamza Khan Shinwari Son Name Is Murad Shinwari.

Hamza Baba was employed In Indian British Railway later renamed as Pakistan railway.


Hamza Baba translated Nehaj Ul Balagha Book into Pashto.

Hamza Baba Authored 20 Books In Pashto Language and 10 Books In Urdu.


Hamza baba was script writer of 200 Pashto Radio and Television Dramas

 

Sayyed Abdus Sattar Shah Bacha was peer of Amir Hamza Shimwari and it was Shah Ge who made Hamza Baba To Write In Pashto instead of Urdu.


Hamza Baba Translated Rahman Baba Dewaan Into Urdu Language in 1935.

Pashto Times Tags.


Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona.

Pashto Poetry Two Lines 2022.

Pashto Two Lines Poetry 2022.

Pashto Poetry Two Lines 2023.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso