BMW Cars With Remote Control Color Change. Pashto Info about Tesla and BMW Cars.
BMW Latest 2022 Cars With Latest Technology.
هغه ورځ ټيسلا شرکت اعلان وکړ چې تولید کړی موبایل به یې د خاوند په خوښه رنګ بدلوي
ورپسې یو بل شرکت هم اعلان وکړ چې موبایل یې د خاوند په خوښه د رنګ بدلولو وړتیا لري
نن بي ایم ډبیلو شرکت هم خپل یو موټر نندارې ته وړاندې کړ چې د یوه اپلیکیشن په مرسته به یې خاوند رنګ په خپله خوښه بدلوي
د رنګونو په اړه غالبا د فورډ موټورو د شرکت د خاوند یوه مقوله مشهوره ده چې: (موږ د هر رنګ موټر تولیدوو خو په دې شرط چې رنګ نصواري (ماشي) وي.) همدا لیدلوری یې د ماتې لامل هم شو
همدا د صنعت په نړۍ کې د سرتمبګۍ یوه بېلګه هم ده چې په بازارموندنه کې یې (مارکېټينګ مایوپیا) بولي، یعنې دا چې شرکت د پېرودونکو د اړتیا په پرتله پر خپل تولید ډېر ټینګار کوي او پېرودونکی یو ډول مجبور ګڼي چې د ده تولید به مني.
د رنګونو د بدلون دغه ټکنالوجي اوس نوې ده، ښايي راتلونکي کلونه دومره عامه شي چې زموږ د اړتیا وړ ورځنیو ډېرو کاروونکو توکو ته هم ورسېږي.
خو لوی چیلنج د رنګ شرکتونو او د رنګ په اساس د بازار انحصار ته دی چې په دې ټکنالوجۍ به مات شي.
همدا اوس د موټرو، کمپيوټرو، موبایلونو او ځينو نورو توکو رنګ د بیو د بدلون لوی عامل دی او شرکت د همدې توپير په اساس ډېرې ګټې هم کوي.
کله کله یوه وړه اختراع د پېړیو پېړیو صنعتونو ته خطر شي او زیاتره ورته د پای ټکی هم کېږدي
By Muhammad Yaad, Pashto Writer And Translator.
Pashto Times Tags To Find This Blog Post.
New Auto Color Changed Cars By BMW Company Following Tesla Cars Of Elon Musk. How Elon Musk Changed The Car Culture.
Innovation In Motor Car Culture By Elon Musk, Tesla And BMW Companies in 2022.
2022 Auto Color Changing Car Through Remote Controll explained In Pashto.
BMW Remote Controlled Auto Color Changing Cars In 2022 Explained In Pashto.
Pashto Car Reviews 2022. Pashto Car Reviews 2022 Tesla and BMW Latest Cars.
Latest Cars By BMW in 2022 Pashto Reviews.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.