Ghazal. New Pashto Ghazal 2022. Zabihullah Saqib
غــــــزل ـــ
ډېر معتبره یاره
زما دلبره یاره
غرور په حسن توبه
لنډ مازیګره یاره
غزل دې بیا اووایه
قربان پرهره یاره
سترګې مې اوغړوه
بيا ﺯهٔ رهبره یاره
بنګړي کابل ته وړمه
خوږ پېښوره یاره
د ﺯړه له درده مرمه
ځم مروره یاره
بارانه نن راښکې شه
سم د سحره یاره
د ستمونو کور یې
ﺯمونږ خيبره ياره
زۀ خو په تا مئېن یم
په ﺯړه کافره یاره
درته ښائست غضب شه
وه سيتمګره یاره
ثاقب د مینې سړے
ستاسو تر وره یاره
ﺫبيح الله ثاقب
Pashto Times New Facebook Pashto Poetry. Pashto Ghazal New 2022. Pashto Times Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri. New Pashto Ghazal Poetry.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.