How Committed, Honest And Sincere Ashraf Ghani Was? Pashto Article
د سرو زرو ګړۍ !
ستر جنرال اختر محمد ابراهیمي چې د پخواني ولسمشر ډاکتر اشرف غني د ساتنې (pps) او څارنې د ټیم مشر و وایي کله چې ولسمشر غني د لومړي ځل دپاره سعودي عربستان ته په یوه رسمي سفر ولاړ نو د بېرته راتګ په شېبو کې د دود له مخې د سعودي چارواکو موږ ټولو ته سوغاتونه راکړل جنرال ابراهیمي وایي د جمعې په ورځ کابل ته راستانه شولو او په سبا یې د سفر ارزونې او د سفر د راپور د اورونې په پار ټول چارواکي او د سفر د شل کسیزې ډلې ځینې غړي غونډې ته راغلي وو
جنرال ابراهیمي وایي ما د سعودي سوغات د سرو زرو ساعت تر لاس تړلی و چې د ولسمشر پرې سترګې ولګېدلې نو سمدواره یې له ما وپوښتل چې تاسو ته هم د سعودي چارواکو دغه ساعتونه درکړي دي؟ ابراهیمی وایي چې ما ورته وویل چې هو ' وایي ولسمشر امر وکړ او د ټولو نه مو دغه ساعتونه راغونډ کړل ' ابراهیمي وایي چې ولسمشر لومړی د خپلې ګړۍ او بیا یې د نورو د قیمتونو پوښتنه وکړه ' ابراهیمي وایي د معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته جوته شوه چې د ولسمشر ګړۍ دېرش زره امریکایي ډالر ارزښت لري ' زما او د تشریفاتو د مشر د هر یو د ګړۍ ارزښت پینځه ویشت زره او د نورو د هر یوه تن پینځلس زره وو
نو وایي ولسمشر ورته حساب وکړ چې دغه ټول کابو درې لکه پینځه دېرش زره ډالر کیږي او دا رقم زموږ د خوار او غریب ملک دپاره ډېر لوی رقم دی ' ابراهیمي وایي چې ولسمشر امر وکړ دغه ساعتونه راټول او بیت المال ته یې وسپارئ.
ليکنه: اجمل اټک يوسفزی
How Committed, Honest And Sincere Ashraf Ghani Was? Pashto Article by Ajmal Attock Yousafzai. From General Akhtar Muhammad Ibrahimi.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.