Skip to main content

Malak Ahmad Khan Yousafzai Chawak Thana Batkhela MKD

 Malak Ahmad Khan Yousafzai Chawak Thana Batkhela MKD


#_اس_چوک 

Aas Chawak, Thana Malakand.

د سوات نۀ پېښور ته را روان ووم - چې د تاڼې چوک ته راورسېدم - نو ټېکسي واله ته مې وې " ګاډے لږ ودروه تصوير اخلم " - هغه ودرېدۀ - خو شاته د ګاډو نۀ ختمېدونکې هارنې شورو شوې - ما ئې لاندې تخته ونۀ کتے شوه - خو پۀ تادۍ کښې مې دا يو تصويړ واخست - بيا مې ټېکسي واله ته وې -  " دا د چا مجسمه ده ؟ " هغه وې " د سړي راته پته پته نشته خو خلک دې چوک ته خلک اس چوک وائي" - ما وې " پۀ دې اس چې څوک ناست دے - د هغه به څۀ نوم وي ؟  د پښتنو اتل به وي - ځکه ئې دلته مجسمه نصب ده " - هغه خبره بدله کړه او پۀ اېکسيلېټر ئې پښه نوره کلکه کړه - 


زما پرې شک وۀ چې دا به د يوسفزو د باچا ملک احمد خان مجسمه وي - خو لاندې تفصيل مې نۀ وۀ کتلے نو کلک پرې نۀ شوم - بيا مې ډرائيور ته وې - " د اس دا دواړه پښې ولې اوچتې دي ؟ " - هغه وخاندل - وې ئې " اسونه دي نو ..... پۀ منډه کښې يوه پښه اوچتوي - او چې کله ئې ناڅاپي جلب راکاږې نو دواړه اوچتې کړي " - زۀ ئې هم پۀ جواب مسکے شوم - او ورته مې وې " چې کله پۀ مجسمه کښې د اس دواړه پښې اوچتې وي - نو دغه باچا يا جرنېل پۀ جنګ کښې مړ وي - او کله چې د اس يوه پښه اوچته وي - نو مطلب ئې وي - چې دغه باچا يا جرنېل پۀ جنګ کښې زخمي شوے وۀ " - خو ډرائيور پکښې څۀ دلچسپي ونۀ لرله - 


پۀ پېښور کښې چې کله د ډاکټر شېرزمان سيماب سره ناست ووم - نو هغه راته د دې خبرې پخلے اوکړۀ - او پۀ ډېره دردمنده لهجه کښې ئې دا خبره اوکړه - چې " ګوره يار څوک ورته اس چوک او څوک ورته ټټو چوک وائي" - ما وې " دا زمونږ څومره بد‌نصيبي ده - چې پښتانۀ هر څوک پېژني خو خپل مشران او اتلان نۀ پېژني - او بيا ملک احمد خان بابا چوک ته ټټو چوک وئيل د يوسفزو د لوئے باچا توهين دے - خو څوک به پرې غوږ وګروي" 


ډاکټر ديدار يوسفزے



Pashto Times. Malak Ahmad Baba Statue In Thana Batkhela Malakand. The Yousafzai Leader and hero Malak Ahmad Baba. 

Malak Ahmad Khan Yousafzai Chawak Thana Batkhela MKD.

King Of Yousafzai Pashtun Tribes, Malak Ahmad Baba.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso